د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

منګل: د پښتو ادب اثار اردو ته ژباړم، څو اردو ژبي له پښتو ادبه خبر کړم


پروفیسر اسیر منګل
پروفیسر اسیر منګل

د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې:

  • د تېرې اوونۍ فرهنګي خبرونه فرشته غني وړاندې کوي.
  • په غزني کې د کوڅه‌يي ادبیاتو او سندرو د اورېدو په اړه حبیب‌الرحمان تأثیر راپور برابر کړی.
  • په هنر جاج کې د پېښور پوهنتون پخواني استاد پروفیسر اسیر منګل سره د پښتو افسانې په روان بهیر غږېږو.
  • په فنکار برخه کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له غړي وجیه‌الله شپون سره د هغه په کارونو غږېدلي یو.
  • په زرپاڼه کې به د لرغوني نورستان یوه فلکلوریکه کیسه «ایندر څنګه خدای شو؟» واورئ.
  • په ادب جام کې به د پښتو ادبي تاریخ د منځنۍ دورې شاعر قادر داد احوال واورئ.
  • په ورېښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې ۱۷م سرود واورئ.

دا پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:45:01 0:00
مستقیم لېنک

لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب‌شاه محبوب

XS
SM
MD
LG