د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۲

په کندهار کې د معتادو مېرمنو لپاره یو ۲۰ بستریز روغتون جوړ شوی


طبي ډاکتران وايي چې د معتادينو عرضي درملنه ساده او ګټوره ده، د همدې ټکي په پام کې نیولو سره د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په کندهار کې د معتادو مېرمنو لپاره د عرضي درملنې شل بستريز روغتيايي مرکز جوړ کړی او تازه يې فعاليت پيل کړی دی.

کورنی تاوتریخوالی، بېوزلي، د نشه يي موادو اسانه او ارزانه پيدا کېدل او په کورنيو کې د معتادينو موجودیت هغه لاملونه دي چې ډېری مېرمنې يې په نشو اخته کړي دي.

له دې ډلې څخه يوه هم دېرش کلنه شکريه ده چې دا مهال په کندهار ولایت کې د مېرمنو د درملنې په یوه روغتيايي مرکز کې بستري ده.

دا وايي چې په نشه باندې تر اخته کېدو مخکې له ګڼ شمېر ناخوالو سره مخ وه.

دا زیاتوي:

"لېور مې په کور کې ګډ ژوند راسره کاوه، جنجالونه يې راسره کول او کنځل به یې راته کولې، زړه مې ورسره تنګ شو، هغه و چې نشو ته مې مخه کړه او په دې ډول به مې ځان ارام کړ، اوس چې په دې مرکز کې بستري شوې یمه، له ډاکترانو او پایوازانو څخه خوشحاله یمه، هره ګړۍ مې پوښتنه کوي او درمل راکوي، زه ځنې راضي یمه."

د معتادو مېرمنو د درملنې دغه شل بستریز روغتيايي مرکز چې تازه فعال شوی، د ناروغانو د اعراضو درملنه کوي.

د دې روغتيايي مرکز یوه کارکوونکې اسما وایي چې دا ډول درملنه ساده او ګټوره ده.

اسما وویل:

"د اعراضو درملنه په دې مانا چې موږ د هغو اعراضو او نښو نښانو درملنه کوو چې په ناروغ کې ليدل کېږي، کله چې پر ناروغانو باندې نشه يي مواد قطعه کړو، نو په دوی کې ځیني اعراض را منځته کېږي، لکه د فشار تغيیر او یا داسې نور اعراض، موږ يې د دې اعراضو درملنه کوو، معاینات يې کوو، که کومه بله ناروغي يې درلوده، د هغې ناروغۍ درملنه يې هم کوو."

د دې روغتيايي مرکز مشره ډاکتره نسیمه وایي چې دوه مياشتې کېږي چې دا روغتيايي مرکز فعال شوی دی، يو شمېر معتادين يې بستري کړي او د نورو د بستري کېدو لپاره یې نومونه ثبت کړي دي.

اغلې نسيمه زياتوي چې د عامې روغتیا وزارت له تګلارې سره سم معتادو مېرمنو ته د درملنې ترڅنګ د لنډ مهاله حرفوي زده کړو کورسونه هم جوړېږي.

دا وایي:

"دوه میاشتې کېږي چې دې روغتون په فعالیت پیل کړی دی، زموږ کارکوونکي ساحو ته ځي او هلته ناروغانو او د هغوی کورنیو ته مشورې ورکوي، د دې هلو ځلو په نتيجه کې اوس زموږ سره پنځه ناروغان بستري دي چې درملنه یې کېږي او پاتې نور ناروغان د فکر کولو په مرحله کې شپې او ورځې سبا کوي، موږ د دوی کورونو ته څو ځله خپل کارکوونکي ور استوو چې هغوی درملنې ته چمتو کړي."

افغان دولت که څه هم د نشه يې موادو له منځه وړلو په برخه کې هر کال ميليونونه امریکايي ډالر لګوي، خو افغانستان اوس هم په نړۍ کې د هغو هېوادونو په ډله کې شامل دی چې ډېر نشه يي مواد توليدوي.

د نشه يي موادو پر تولید سربېره يې د معتادينو او نشې له امله د زيانمنو شويو خلکو شمېر هم تر درې نيم ميليونو ډېر دی.

راپور: صادق رښتينی

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG