د پکتيا ولايتي شورا وايي چې پهدې ولايت کې د کوکنارو کښت صفر شوی، خو تقريباً پنځه کاله کېږي له بزګرو سره د هغو مرستو لړۍ درېدلې چې د مرکزي ادارې لهخوا ژمنه ورسره شوې وه.
۱۳ کاله مخکې د پکتيا ولايت د ولايتي شورا، قومي مشرانو او کرونده ګرو تر منځ پرېکړه وشوه چې کروندهګر به کوکنار نهکري، هغه و چې د دې پرېکړې له مخې په پکتيا کې د کوکنارو کښت صفر شو او مرکزي ادارې د دې کار په بدل کې له پکتيا ولايت سره د بديل معيشيت په برخه کې د مرستو لړۍ پيل کړه، خو تقريباً پنځه کاله کېږي چې د مرستو دا لړۍ درېدلې ده.
د پکتيا ولايت له نشهيي موادو سره د مبارزې رئیس ښاغلي ډاکټر حفیظ الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل، پهدې ولایت کې اوس کوکنار نه کرل کېږي، خو يوازې په يو شمېر لېرې پرتو سيمو کې بنګ کرل کېږي چې د مخنیوي لپاره یې هڅې روانې دي.
ښاغلی احمدزی زياتوي، هغه ټاکلي اندازه پيسې چې پخوا دوی ته د کوکنارو د نه کرل کېدو په مقابل کې ورکول کېدې اوس نه ورکول کېږي.
دی وايي:
"تقريباً پنځه کاله کېږي چې دغه پيسې موږ ته نه راکول کېږي، پخوا به د کوکنارو اړولو لپاره هم ولايتونو ته يوه اندازه پيسې ورکول کېدې چې هغه هم اوس نه ورکول کېږي. زه پهدې برخه کې دوه نيمګړتياوې وينم:
- يو دا چې نړيوالې ټولنې د نشهيي موادو په برخه کې له افغانستان سره خپله همکاري کمه کړې.
- بل د افغان دولت د مديريت کمزوري ده، ځکه چې د دې پروګرام مديريت يې په ښه توګه و نه شوای کولای."
د نشهيي موادو رياست لهخوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د ښو فعاليتونو یا «جي.پي.ای» پروګرام له لارې په پکتیا کې د نشهیي موادو پر وړاندې د مبارزې ریاست ته تر ۲۰۱۵ میلادي کال پورې په کال کې يو ميلیون امريکايي ډالر د امتیاز يا انعام په ډول ورکول کېدل.
د چارواکو په خبره د دې پيسو ډیره برخه د ولایتي ادارې او بزګرو په خوښه په عام المنفعه پروژو باندې لګول کېده لکه پکتیا پوهنتون، میخانیکي لېسه، د جرګو تالار، د جوماتونو او ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړول وو.
اوس چې د مرستو دا لړۍ بنده شوې، د پکتیا ولایتي شورا اندېښنه لري چې که پکتيا ته بېرته دا امتياز ور نهکړل شي، امکان لري چې بزګر بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړي.
د پکتیا د ولایتي شورا غړی ممتاز کرخېل آزادي راډیو ته وویل، پکتیاوالو ۱۳کاله وړاندې له حکومت سره ژمنه کړې وه چې په خپلو ځمکو کې به کوکنار نهکري او اوس هم پر خپله ژمنه ولاړ دي، خو اړونده دولتي ادارو پر خپلو وعدو وفا و نه کړه او څلور کاله کېږي چې پکتیا والو ته دا امتياز نه دی ورکول شوی.
دی وايي:
"څو کاله وړاندې پکتیاوالو ژمنه وکړه چې موږ د دې بوټي پرضد د زړه له کومې مبارزه کوو، دوی په عمل کې ثابته کړه چې دا دی نن په پکتیا کې د کوکنارو یو بوټی هم نشته، خو هغه ادارې چې د نشه يي موادو پرضد د مبارزې شعار ورکوي هيله ده چې دا شعار عملي کړي. زموږ بزګران دې بیا دې ته نه مجبوروي چې په هغه يوه لوېشت ځمکه کې کوکنار وکري چې حاصلات يې د اوبو بيه هم نه شي پوره کولای."
پکتیا غرنی ولايت دی چې زراعتي ځمکې يې لږ دي، ځکه نو بزګران تل هڅه کوي په خپلو ځمکو کې داسي څه وکري چې ډېره ګټه ځنې ترلاسه کړي، همدا لامل و چې یوه لسیزه وړاندې پکتياوالو د کوکنارو کښت ته مخه کړې وه.
راپور: اصیل ځاځی-پکتیا
دا راپور په غږ کې هم اورېدلی شئ: