د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې:
- د تېرې اوونۍ فرهنګي خبرونه نوریه جبارخېل وړاندې کوي.
- حبیب الرحمان تاثیر د غزني د لرغونو منارونو په اړه راپور جوړ کړی.
- په هنر جاج انور وفا سمندر د مینې، هنر او تخلیق په اړیکو غږېږي.
- په فنکار برخه کې له ځوان هنرمند علي بابا خان سره د هغه په هنر غږېدلي یو.
- په زرپاڼه کې به لنډه کیسه مور او لېوه واورئ.
- په ادب جام کې به د پښتو ادبي تاریخ د منځنۍ دورې شاعر علي محمد مخلص احوال واورئ.
- په ورېښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې پنځلسم سرود واورئ.
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب
دا پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: