د نیمې نړۍ په دې خپرونه کې د رویبارۍ د هغو کیسو په اړه غږېږو چې د نجلۍ د منفي ځواب تر اورېدو وروسته د هلک کورنۍ په هغې پسې سپکې سپورې او تهمتونه کوي.
- ولې ځینې کورنۍ وروسته له دې چې د یوې نجلۍ رویباري وکړي او د هغوی منفي ځواب واوري په نجلۍ او کورنۍ پسې یې بد وایي؟
- دا تهمتونه او کیسې د نجلۍ په راتلونکي ژوند څه اثر کولای شي؟
- اسلام په دې اړه څه وایي؟
- د حل لارې یې کومې دي؟
- په دې خپرونه کې د راپور تر څنګ د ښځو د حقونو له یوې فعالې سره مرکه هم لرو.
دا پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
جوړوونکې: فرشته غني