د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

د ولسي جرګې وژل شوي کاندیدان څوک وو ؟


په افغانستان کې د ولسي جرګې دکاندیانو د وروستي لست له اعلان راهیسې، لس کاندیدان وژل شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا، د انتخاباتي کمپاینونو تررسمي پېل مخکې او وروسته موده کې دوه کاندیدان تښتول شوي اوڅلور زخمیان شوي دي. د ولسي جرګې لپاره د انتخاباتي مبارزو پېل د سپټمبر په ۲۰ مه، اعلان شو.

له هغه راهیسې ، د افغانستان په مختلفو ولایتونوکې پر کاندیدانو او د هغوي پر پلویانو خونړۍ حملې شوې دي.

وسله والو طالبانو او د اسلامي دولت په نوم د وسله والو ډلې یا داعش پر افغانان مکرراً ږغ کړی چې انتخابات تحریم کړي اوکاندیدانو ته یې خبرداري ورکړي دي.

د افغانستان د انتخاباتوخپلواک کمېسیون د اتو تنو په اړه چې د انتخاباتو په درشل کې وژل شوي دي، معلومات خپاره کړي دي.

عبدالجبار قهرمان
عبدالجبار قهرمان

  • عبدالجبار قهرمان

د افغانستان په سیاسي کړیو کې داپېژندل شوی کاندید، د تلی یا میزان په ۲۵ مه ، د هلمند په مرکز لشکرګاه کې له خپل ولس سره په کتنه کې په انتحاري حمله کې ووژل شو.

د قهرمان د قتل مسئولیت هم وسله والو طالبانو واخیست.

عبدالجبار قهرمان په افغانستان کې د پخواني شوروي په ملاتړ د حاکم رژیم له جنرالانو و. هغه د وسله والو طالبانوپه لیکوکې د نفوذ لپاره د افغانستان استخباراتو د مخفي ملیشه ډلو په روزنه کې لاس درلود.

عبدالجبار قهرمان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې هلمند ته د جمهور رئیس د ځانګړي استازي په توګه واستول شو او هلته یې د وسله والوطالبانو پرضد په مبارزه کې مهم رول ولوباوه.

قهرمان وروسته استعفی وکړه خو د وسله والو طالبانو پرضد یې ږغ اوچت ساتلی و.

صالح محمد اڅکزی
صالح محمد اڅکزی

صالح محمدخان اڅکزی

اڅکزی د اکټوبر په ۹مه، په لشکرګاه کې په انتحاري حمله کې ووژل شو.

هغه ۳۲ کلن و او په خپله سیمه کې یې تجارت کاوه.

د اڅکزي د قتل مسئولیت هېڅ ډلې نه دی اخیستی.

هغه اول وار د "مثبت تغییر " په نوم د ځان لپاره کمپاین کاوه او غوښتل یې چې په نوې ولسي جرګه کې د هلمندیانواستازی شي.

  • ناصر مبارز

مبارز د کوچیانو کاندید و او د سپټمبر په ۲۵ مه نېټه په کندهار کې وسله والو کسانو وویشت او په روغتون کې یې ساه ورکړه.

وسله والو طالبانود حملې مسئولیت واخیست. دافغانستان په ولسي جرګه کې چې ۲۴۹ چوکۍ لري، لس کوچیانوته ځانګړې شوې دي.

  • انور نیازی

نیازی په کابل کې د سپټمبر په ۲مه ووژل شو. هغه له پروانه ولسي جرګې ته کاندید و.

پرنیازي د حملې مسئولیت هېڅ ډلې نه دی اخیستی.

  • جلال صالحي

صالحي د اګست په ۲۵مه، په کابل کې ووژل شو. په رپوټونوکې ویل کېږي چې هغه په خپله سیمه کې دوسله والو ملېشو پرضد په عملیاتوکې وژل شوی و. جلال صالحي د کابل له شکر درې ولسوالۍ ولسي جرګې ته کاندید و.

  • حیات الله خان رحماني

ولسي جرګې ته دا کاندید د جولاي په ۳۰مه ، په ننګرهار کې په انتحاري حمله کې ووژل شو.

حمله کونکي د رحماني موټر په نښه کړی و او دهغه د کورنۍ درې غړي يې هم ورسره ووژل . حیات الله خان رحماني په خپله سیمه کې د وسله والوطالبانو او داعش پر ضد د ملېشه ځواکونو قوماندان و.

  • سید عبیدالله سادات

سادات د جولاي په ۱۴مه ، په غزني کې په حمله کې ووژل شو. هغه په غزني کې د پخوانۍ ولایتي شورا غړی هم و اود پکتیکا د مرکز ښرنې ښاروال هم پاتې شوی و. پر سادات د حملې مسئولیت چا نه دی اخیستی.

اوتار سنګ خالصه
اوتار سنګ خالصه

  • اوتار سنګ خالصه

په افغانستان کې د سیکانو د ټولنې دا مشر د جولاي په لومړۍ نېټه په ننګرهار کې په حمله کې ووژل شو. اوتار سنګ خالصه او ورسره ملګري هندوان او سکیان به ننګرهار کې د جمهور رئيس محمد اشرف غني لېدو ته روان و خو مخکې تردې چې ور ورسېږي، د انتحاري حملې ښکار شوو.

د حملې مسئولیت د داعش وسله والو واخیست چې ۱۶تنه په کې ووژل شو او ګڼ شمېر ملکي وګړي په کې زخمیان شوو.

د افغانستان سیکان او هندوان په ولسي جرګه کې یوه چوکۍ لري.

د اوتار سنګ خالصه تر وژل کېدو وروسته، د هغه زوی نرېندرا سنګ رامخکې شوی او کاندید دی.

XS
SM
MD
LG