د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

کبیر رنجبر: پرته له موسیقۍ اورېدو خوب نه راځي


د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې:

د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه مریم توخي وړاندې کوي.

د ایندر کوڼ لرغوني باغ په اړه روح الله انوري راپور لري.

په هنر جاج کې پوهنوال محمد ابراهیم همکار د شاعرۍ پر ارزښت غږېږي.

په فنکار کې له لیکوال او سیاستوال کبیر سره د هغه په ژوند غږېږو.

په زرپاڼه کې به لنډه کیسه کمال واورئ.

په ادب جام کې به د پښتو ادبي تاریخ د منځنۍ دورې شاعر میرزا خان اورمړ احوال واورئ.

او په وریښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې د دیارلسم سرود وروستۍ برخه واورئ.

لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:45:58 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG