د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

غني: که څوک په انتخاباتي پروسه کې مجرم وپېژندل شي قانوني سزا به ورکړل شي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني ګواښ کوي چې که هر څوک په انتخاباتي پروسه کې مجرم وپېژندل شي قانوني سزا به ورکړل شي.

ښاغلي غني د پنجشنبې په مازدیګر په یوه ویډیوي پیغام کې وویل هیڅوک په انتخاباتي پروسه کې د لاس وهنې حق نه لري.

نوموړي وویل چې د انتخاباتو پروسه یوه ملي پروسه ده او باید د انتخاباتي اصولو جدي رعایت وشي:

"هغه کسان یا ادارې چې په انتخاباتي پروسه کې په جرم مرتکب شول د قاون منګلولو ته به وسپارل شي او سزا به ورکړل شي او هر څوک چې په هره کچه وي که پرې ثابته شوه چې په دې ملي پروسه کې يې لاس وهنه کړې د قانون له منګولو به خلاص نه شي."

د ولسي جرګې انتخابات د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ ترسره کېږي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د دغه انتخاباتو لپاره بشپړه تیاري نیول شوې ده.

انتخاباتي کمېسیونونو له دې وړاندې ویلي وو چې د شفافو انتخاباتو ترسره کېدو ته ژمن دي او هیڅوک حق نه لري چې له انتخاباتي اصولو سرغړونه وکړي.

افغان ولسمشر هم وايي چې د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو په هدف په رایه اچونه کې له بایمیټریک سیستمه ګټه اخیستل کېږي.

ښاغلی غني وايي چې انتخابات د خلکو د واک مهمه پروسه ده نو په همدې خاطر له خلکو غواړی چې په دې مهمه پروسه کې برخه واخلي:

"زما هیله له ټولو افغانانو چې د اتلس کلنۍ سن يې پوره کړي وي او د انتخاباتو لپاره يې نوم لیکنه کړي وي داده چې په انتخاباتو کې برخه واخلي او د خپلې رایې په وسیله خپل فردي طاقت وښايي."

په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې نېږدې څلور لکه کورني ناظرین به له انتخاباتو له پروسې څارنه وکړي او له هغه کسانو سره به جدي برخورد وشي چې په دې پروسه کې لاس وهنه وکړي.

که څه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ناامني د انتخاباتو په وړاندې لویه ستونزه بلل کېږي، خو افغان امنیتي بنسټونو ویلي چې د دغه پروسې د امنیت به په خپل ټول توان سره ونیسي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG