د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

کمېسیون: د مخالفینو ترڅنګ ځینې نورې کړۍ هم د انتخاباتو په وړاندې ستونزې جوړوي


د یو شمېر مخربو کړیو له خوا د انتخاباتو د پروسې سبوتاژول هغه اندېښنه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او امنیتي ارګانونه یې مطرح کوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړی او ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي، د هېواد دښمنان او هغه کسان چې په انتخاباتو کې خپله ناکامي ویني د عامه ذهنیتونو په مغشوشولو سره هڅه کوي چې د دغې پروسې په وړاندې ستونزې جوړې کړي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي هم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې ورته څرګندونې درلودې خو نومړي د دغو کړیو په اړه ډېر جزئیات ورنه کړل:

عبدالعزیز ابراهیمي
عبدالعزیز ابراهیمي

"داسې موارد موجود دي چې د وسله والو مخالفینو او یو شمېر هغو کسانو تر څنګ چې د خپلو سیاسي رقیبانو لپاره مفي هڅې کوي، هغوی چې ګتې یې په خاطر کې دي هم ښايي تخریبي برنامې پلې کړي."

طالبانو مخکې تر دې ګواښ کړی و چې په افغانستان کې به د ولسي جرګې د انتخاباتوږ د ترسره کېدو مخه ونیسي.

خو د وسله والو طالبانو تر څنګ، د یو شمېر نورو کړیو له خوا چې جزئیات یې په اړه نه ورکول کېږي د انتخاباتو په وړاندې ستونزې جوړول او سبوتاژول یې بله اندېښنه ده چې مطرح کېږي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د شنبې په ورځ ترسره کېږي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د دغو انتخاباتو لپاره ټول تیاری نیول شوی دی.

د افغانستان امنیتي ارګانونه هم وايي چې د انتخاباتو امنیت ورته لومړیتوب لري او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ورته په تیار سئ حالت کې دي.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي، هېڅ چاته به اجازه ورنه کړل شي چې د انتخاباتو د پروسې په وړاندې خنډ رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي په دې خبره ټینګار کوي او وايي چې هېڅ څوک نه شي کولای چې دغه پروسه سبوتاژ کړي:

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

"دا کړۍ چې هر څوک وي، که د دولت وسله وال مخالفین وي که د افغانستان د خلکو دښمنان، یا استخبارتي کړۍ، افغان امنیتي ارګانونه به هېڅ چا ته اجازه ورنه کړی چې دغه مهمه، ملي او تاریخي پروسه ګډه وډه کړي."

که څه هم افغان امنیتي اراګانونه ډاډ ورکوي چې د انتخاباتو امنیت په هر قیمت چې وي نیسي یې خو د نا امنیو پراختیا او د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د څو تنو کاندیدانو وژل کېدو جدي اندېښنې پیدا کړي دي.

مخکې تر دې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې د جدي امنیتي ګواښونو له کبله به په ۱۹ ولسوالیو کې انتخابات تر سره نه شي، هغه موضوع چې په افغانستان کې د نا امنیو په شدت د تائید مهر لګوي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG