د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

د ولسي جرګې د انتخاباتو ۴۸ ساعته سکوت پيل شو


د انتخاباتي مبارزو د سکوت ۴۸ ساعته دوره د کابل په وخت تېره شپه ۱۲ بجې پیل شوه.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، که کوم کاندید له مقرراتو سرغړونه وکړي او په یو ډول د ځان لپاره تبلیغ وکړي مجازات به شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې د سکوت په مرحله کې د کاندیدانو عکسونه او لوحې د رأی ورکولو د مرکز په سل مترۍ کې تخلف بللل کېږي:

"د سکوت دوره د شپې دولس پیل شوه، اته څلویښت ساعته دوام کوي. مخکې موږ اعلان کړی چې له قانون، طرزالعمل او د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوایحو سره سم هیڅ کاندید دا حق نه لري چې انتخاباتي مبارزې یا په خپله ګټه یا د بل پرضد د سکوت په مرحله کې وکړي، د دې زمان باید یو مخ درناوی وشي کنه له قانون سره سم به سرغړونکی مجازات شي."

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي

ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې د کمپاین مرحله د ډیرو د توقعاتو خلاف خورا ښه ترسره شوه او د دغو مبارزو پرمهال چې یوشمیر سرغړونې شوې دي د هغو غم به وخوړل شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند بیا وویل، که چیرته کاندیدان خپل تبلیغاتي مواد د رای ورکولو له مرکزونو لرې نه کړي له پنځه تر پنځلس زره افغانۍ به جریمه شي، همداراز به له خپل مدني حقه د قانون مطابق له انتخاباتو محرومه شي.

۲۵۶۰ کسانو چې ۴۱۸ یې ښځې دي د ولسې جرګې د ۲۳۹ څوکیو لپاره ځانونه کاندید کړې دي.

د انتخاباتي مبارزو په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پخواني رییس نجیب الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې انتخاباتي مبارزې په ښارونو کې ښې ترسره شوې خو لرې پرتې سیمې له دې کمپاینونو بې برخې شوې:

« کاندیدانو له بیلابیلو پروګرامونو لکه اعلانو او غونډو ګټه پورته کړه. زما په باور د مبارزو دوره بده نه وه، زه دا منم چې په ښارونو کې کمپاینونه سم ترسره شول، خو د نا امنیو له کبله په اکثرو ولایتونو کې کاندیدان ونه توانیدل چې په ولسوالیو کې هم ځانونو ته کمپاین وکړي، اکثرو ولسوالیو ته یې ونه شوای کړی چې ورشي»

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پخواني رییس نجیب الله احمدزي
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پخواني رییس نجیب الله احمدزي

د انتخاباتي مبارزو په نژدې شل ورځنۍ دوره کې یوشمیر مرګوني حملې وشوې، تازه یوه یې د چهارشنبې په ورځ په لښکرګاه کې پر کاندید عبدالجبار قهرمان وشوه چې له خپلو دریو ملګرو سره په چاودنه کې ووژل شو.

طالبانو ګواښ کړی دی چې انتخابات به ګډوډ کړي او دوی د عبدالجبار قهرمان د وژلو مسوولیت هم ومانه.

په تخار، ننګرهار او یوشمیر نورو ولایتونو کې هم د بریدونو پرمهال نهه تنه کاندیدان وژل شوې دي.

انتخاباتي مبارزو په نژدې شل ورځنۍ دوره کې یوشمیر مرګوني حملې وشوې، تازه یوه یې د چهارشنبې په ورځ په لښکرګاه کې پر کاندید عبدالجبار قهرمان وشوه چې له خپلو دریو ملګرو سره په چاودنه کې ووژل شو.
انتخاباتي مبارزو په نژدې شل ورځنۍ دوره کې یوشمیر مرګوني حملې وشوې، تازه یوه یې د چهارشنبې په ورځ په لښکرګاه کې پر کاندید عبدالجبار قهرمان وشوه چې له خپلو دریو ملګرو سره په چاودنه کې ووژل شو.

۲۵۶۰ کسانو چې ۴۱۸ یې ښځې دي د ولسې جرګې د ۲۳۹ څوکیو لپاره ځانونه کاندید کړې دي.

د دې لپاره چې د غزني ولایت په دې کې شامل نه دی نو لس څوکۍ کمې دي، کنه د ولسې جرګې د ټولو غړیو شمیر ۲۴۹ تنه دی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، ۴۰۰ زره داخلي او ۱۳۲ بهرني څارونکي به د شنبې د ورځې انتخابات وڅاري.

XS
SM
MD
LG