د دولت د وسلهوالو مخالفینو لهخوا په هېواد کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدا د مخنیوي او د رأی کارونکو لپاره له ګواښ ډک خبرداري، په ټاکنو کې د خلکو احتمالي کم ګډون په هکله اندېښنې راپارولي.
بلخوا په پکتیا کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمهییزه حکومتولي او ملاتړې کورنۍ او بهرنۍ ادارې هڅه کوي، څو د ټاکنو پر اهمیت د خلکو د پوهاوي له لارې په شرایطو برابر خلک په ټاکنو کې پراخ ګډون ته وهڅوي.
د پکتیا روڼ اندي وایي، په ټاکنو کې د وګړو پراخ ګډون لپاره تر بل هر چا د علماوو رول ګټور او مهم دی ځکه خلک د علماوو پرېکړو ته په احترام قایل دي او په عملي کولو یې ځانونه مکلف ګڼي.
په ګردېز کې څو تنو یې ازادي راډیو ته وویل:
"علماء کولای شي چې د اسلام له نظره د رأی اهمیت بیان کړي، زه یقین لرم چې د افغانستان وګړي به تقریباً ۹۵ فیصده خپله رأیه وکاروي او راتلونکی به شفاف او ښه پارلمان ولرو.
- پر علماوو د سیمې خلک پرې ښه باور کوي، له علماوو نه هیله کېږي چې دوی پهدې برخه کې له ولس سره همکاري وکړي څو یې تشویق کړي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.
-خلک د ممبر له لارې خبره ډېر ژر اوري او عمل پرې کوي، علمائ دې د ممبر له لارې ټول وګړي انتخاباتو ته وهڅوي چې په ټاکنو کې برخه واخلي."
دوی وايي، که علماء پهدې برخه کې خپل رول په ښه ډول ولوبوي نو تمه کېږي چې د دولت د وسلهوالو مخالفینو د ګواښونو سره- سره به خلک په ټاکنیز بهیر کې پراخ ګډون وکړي او ټاکنې به په معیاري ډول تر سره شي.
د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي د دولت د وسلهوالو مخالفینو لهخوا ولس ته کړي ګواښونه د دوی تبلیغاتي جګړه بولي او ولس ته د څلور زره کسیز امنیتي ځواک پر مټ د ډاډمن امنیت په فضا کې د ټاکنو ترسره کېدو ډاډ ورکوي.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال دادالله هوتک ازادي راډيو ته وویل:
"د راتلونکو ټولټاکنو لپاره موږ مشترک خاص تدابیر نیولي چې تقریباً څلور زره قوه ده چې پهکې زموږ د پولیسو ۱۷۰۰تنه دي او انشاءالله موږ پهدې مطمئن یو چې دا پروسه به په ډاډمنه توګه ترسره کړو."
له پکتیا څخه ولسي جرګې ته د نوماندانو ټاکنیز تبلیغاتي کمپاینونه په مرکز او ولسوالیو کې روان دي، دوی هم په خپلو بیانونو کې خلک په ټاکنو کې پراخ ګډون ته هڅوي.
راپور: اصیل ځاځی-پکتیا