د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

بې پولې خبریالان: خبریالان د ازادو او شفافو انتخاباتو تضمينوونکي دي


  • د بې پولې خبریالانو خپرونه

د بې پولې خبریالانو سازمان د افغانستان تر انتخاباتو مخکې د خبریالانو د ژغورلو غوښتنه کړې ده.

دا د دغه سازمان د يوه راپور عنوان دی.

د راپور په لومړيو کې راغلي، په داسي حال کې چې افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د تلې په اته ویشتمه نېټه تياری نيسي، د بې پولې خبریالانو سازمان له افغان حکومته غوښتي چې د خبريالانو د خونديتوب لپاره دې نور تدابير هم ونیسي.

د بې پولې خبریالانو سازمان له افغان حکومته غوښتي چې د خبريالانو د خونديتوب لپاره دې نور تدابير هم ونیسي

د مقالې د ليکوال په باور، دا خبریالان د ازادو، شفافو او ډموکراتیکو انتخاباتو تضمينوونکي دي.

په مقاله کې راغلي چې د ۲۰۱۸م ميلادي کال له جنورۍ مياشتې راهيسي د ديارلسو خبريالانو او دوو د رسنيو د کارکوونکو له وژل کېدو سره، دا کال له ۲۰۰۱م کال راهيسي د خبریالانو لپاره له تر ټولو خونړيو کلونو څخه وو.

د ۲۰۱۸م ميلادي کال له جنورۍ مياشتې راهيسي د ديارلسو خبريالانو او دوو د رسنيو د کارکوونکو له وژل کېدو سره، دا کال له ۲۰۰۱م کال راهيسي د خبریالانو لپاره له تر ټولو خونړيو کلونو څخه وو.
د ۲۰۱۸م ميلادي کال له جنورۍ مياشتې راهيسي د ديارلسو خبريالانو او دوو د رسنيو د کارکوونکو له وژل کېدو سره، دا کال له ۲۰۰۱م کال راهيسي د خبریالانو لپاره له تر ټولو خونړيو کلونو څخه وو.

د مقالې په وينا، د داعش او طالبانو له خوا تپل شوې جګړه او د جګړه مارانو او فاسدو سياستوالو بد چلند اوسمهال هغه تهديدونه دي چې افغان خبریالان، رسنۍ او د رسنيو ازادي ورسره مخامخ دي.

  • ايکونوميک ټايمز

ايکونوميک ټايمز په سمنګان ولايت کې د طالبانو په کمين کې د لسګونو پولیسو وژل کېدو ته کتلي دي.

ورځپاڼې ليکلي، دا پېښه څو ورځې مخکې د افغانستان د ولسي جرګې تر انتخاباتو شوې او سخت دريځو تهدید کړې چې دوی به انتخابات ګډوډ کړي.

په مقاله کې راغلي چې دا پېښه په داسي حال کې شوې چې د سولې د خبرو پر لور پرمختګونه ښکاري.

د ورځپاڼې په وينا، د سولې د خبرو پر لور پرمختګونه د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تر کتنو وروسته ليدل کیږي.

  • رلیف ویب:

رلیف ویب خپرونی، د کوچنيانو د خونديتوب ادارې يا سېف دي چلډرن د هغو افغان کوچنیانو په اړه يو راپور خپور کړی دی چې له اروپایي هيوادونو بيرته افغانستان ته لېږل کيږي.

په راپور کې راغلي چې اروپايي هیوادونه که څه هم د کوچنیانو په ګډون زرګونو کسان بيرته افغانستان ته ستونوي، په افغانستان کې د بيرته ستنېدونکو د ځای پر ځای کېدو په برخه کې دا هيوادونه پاته راغلي دي.

په افغانستان کې د بيرته ستنېدونکو د ځای پر ځای کېدو په برخه کې اروپایي هيوادونه پاته راغلي دي

راپور په داسي حال کې خپور شوی چې ټاکل شوې ده د پنجشنبې په ورځ د اروپایي ټولنې هيوادونو مشران د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې سره وويني.

راپور وايي چې د اروپايي هيوادونو او افغان حکومت تر منځ په دې اړه هيڅ ډول هماهنګي نشته.

د کوچنيانو د خونديتوب ادارې له اروپايي مشرانو غوښتي چې ژر تر ژره دې افغانستان ته د کوچنيانو د بيرته ستنولو پروګرام ودروي.
د کوچنيانو د خونديتوب ادارې له اروپايي مشرانو غوښتي چې ژر تر ژره دې افغانستان ته د کوچنيانو د بيرته ستنولو پروګرام ودروي.

دا په دې مانا چې د بيرته ستنو شويو کوچنيانو په اړه معلومات ډېر کم دي او له دې کبله دوی یوازي پاته کيږي چې ځيني وختونه يې ژوند له خطر سره مخامخ کيږي.

سېف دي چلډرن په خپل راپور کې دې ټکي ته اشاره کوي چې ملګرو ملتونو ويلي چې د ۲۰۱۸م کال لومړي وختونه د افغان ملکيانو لپاره تر ټولو خونړي وو. په اوولس سوه وژل شويو ملکيانو کې ۳۶۳ کوچنیان وو.

د کوچنيانو د خونديتوب ادارې له اروپايي مشرانو غوښتي چې ژر تر ژره دې افغانستان ته د کوچنيانو د بيرته ستنولو پروګرام ودروي.

XS
SM
MD
LG