د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

هاشمي: انتخابات به له بایومټریک سیسټم نه په استفادې پر ټاکلي وخت وشي


وروسته له هغې چې یوشمېر سیاسي ګوندونو په انتخاباتو کې له بایومټریک سیسټم نه د استفادې په اړه اندېښنه څرګنده کړه، اوس د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې انتخابات به د بایومټریک سیسټم نه په استفادې پر ټاکلي وخت او په شفاف ډول ترسره شي.

د دغه کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي د یکشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې په لومړي ځل د بایومټریک سیسټم او رای ورکونکو له نوملړ نه استفاده په انتخاباتو کې د شفافیت ښکارندوي کوي.

سید حفیظ‌الله هاشمي
سید حفیظ‌الله هاشمي

نوموړي زیاته کړه:

"هغه راپورنه چې مخکې خپارشول چې بایومټریک د تصویر د شناخت وړتیا نه لري، دغه مساله سمه نه ده، خپله بایومټریک چې افلاین وسیله ده د پیژندنې وړتیا نه لري، خو کله چې سروې ته ځي داسې سیسټم شته چې څېرې وپېژني او د شهادت ګوته معلومه کړي او تکرار چهرې او تکرارې ګوتې ته اجازه نه ورکوي."

ښاغلی هاشمي زیاتوي ټولو ولایتونو ته حساس او غیر حساس مواد انتقال شوي او دغه بهیر اوس د ولسوالیو مرکزونو ته پیل شوی او تر جمعې به بشپړ شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د بایومټریک سیسټم د استفادې لپاره شااو خوا ۲۱ زره کسان ته زده کړې ورکول کېږي.

دا څرګندونې داسې مهال مهال کېږي چې تازه یوشمېر سیاسي ګوندونو ویلي چې د بایومټریک دستګاوې تخنیکي ستونزې لري او هغه کسان چې له دغو دستګاوو د انتخاباتو په ورځ استفاده کوي، له ځینو ډلو سره او کسانو سره یې د تړاو په اړه اندېښمن دي.

دوی وايي چې له دا ډول دستګاوو نه د انتخاباتو په ورځ درغلۍ ته لاره هواره وي.

له دې وړاندې د افغانستان د لوی ملي یووالي د مجموعې غړو ویلي و چې په کابل کې یوشمېر سفارتونه د ځانګړو کاندیدانو په بریالیتوب کې رول لوبوي او د بایومټریک سیسټم له سیاسي جریانونو او ګوندونو سره یوه ماشومانه لوبه ده.

خود انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي هر هغه څوک چې په دې پروسه کې مداخله وکړي له دندې به وشړل شي او عدليي او قضايي بنسټونو ته به معرفي شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب زاده وايي، په انتخاباتو کې د بایومټریک سیسټم نه استفاده ګټوره ده، خو په دې شرط چې ښه مدیریت یې وشي.

محمد نعیم ایوبزاده
محمد نعیم ایوبزاده

نوموړي زیاته کړه:

"د انتخاباتو په ورځ یې مدیریت او د انتخاباتو د بهیر له نورو برخو سره یې همغږي کول کولای شي له شفافیت سره مرسته وکړي، فعلا تیارۍ نیول شوي دي خو موږ د بایومټریک سیسټم د مدیریت په اړه اندېښمن یو، یعنې هغه معلومات چې له بایومټریک سیسټم نه ترلاسه کېږي، باید ښه مدیریت شي او په ټوله کې په ۳۳ ولایتونو کې ښه تنظیم شي او د شففایت لپاره یوه ښه اله وګرځي."

ښاغلی ایوب زاده وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید خپل عملیاتي فعالیتونه چټک کړي او له بایومټریک سیسټم نه د استفادې لپاره زیات وخت ځانګړی کړي، څو بایومټریک سیسټم په ښه توګه مدیریت شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG