د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

هاشمي: له کابله پرته ټولو ولایتونو ته حساس او غیرحساس انتخاباتي مواد رسېدلي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له کابل زون څخه پرته ټولو ولایتونو ته حساس او غیر حساس انتخاباتي مواد رسېدلي.

د ولسي جرګې انتخاباتو ته اته ورځې پاتې دي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې دغو انتخاباتو ته چمتوالی نېږدې په بشپړېدو دی.

د دغه کمېسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د نن ورځې تر پایه به ټو ولایتونو ته د انتخاباتي حساس او غیر حساس موادو د لېږد لړۍ بشپړه شي.

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"د کابل له زونه پرته ټولو ولایتونو ته حساس او غیر حساس مواد رسېدلي او کابل زون ته به هم نن ورسېږي، همداشان د میزان په ۱۷ ولسوالیو ته انتخاباتي موادو انتقال لړۍ پیل شوې چې د میزان تر ۲۷مې به ټولو انتخاباتي مرکزونو ته ورسېږي."

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روانې میزان میاشتې په ۲۸ مه ترسره کېږي چې دا مهال ورته له غزني ولایت پرته په ټول افغانستان د ۲۵۶۵ کاندیدانو ترمنځ انتخاباتي سیالۍ روانې دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي چې افغانان باید ونه‌ ګواښل شي چې د خپلو استازو د غوره کولو لپاره له دغې پروسې څخه بې ‌برخې کړای شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا ولایتونو ته د انتخاباتي حساسو او غیر حساسو موادو له رسېدو د هرکلي ترڅنګ د دغو موادو د خوندي ساتنې په اړه اندېښمن دی.

د یاد بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید وايي، که دغه مواد په لېرو پرتو ولسوالیو او سیمو کې د کوم کاندید او یا د هغوی پلویانو ته په لاس ورشي ممکن درغلي ته د لارې هوارولو لپاره تخریب شي.

یوسف رشید
یوسف رشید

ښاغلي رشید زیاته کړه:

"له موادو باید ښه ساتنه وشي، موږ اندېښمن یو کله چې مواد ولسوالیو او یا هم انتخاباتي مرکزونو ته رسېږي، ممکن دغه مواد د کاندیدانو، د هغوی پلویانو او هم د هغو زورواکو لاس ته چې د ځانګړي کاندید ملاتړ کوي ونه لویږي او له‎منځه یو نه وړل شي."

خو د افغانستان دفاعي ارګانونه وايي چې له انتخاباتي کمېسیونونو سره یوځای د انتخاباتي مواد د لېږد او ساتنې لپاره یو مکانېزم جوړ کړی چې له مخې به یې حساس او غیر حساس انتخاباتي مواد خوندي وساتل شي.

په ورته وخت کې د اسلامي همکاریو سازمان ویلي چې دغه سازمان په ټول قوت د افغانستان د انتخاباتو له بهیره ملاتړ کوي.

بل‎خوا وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې د ولسي جرګې انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ کړی.

یوناما ویلي د افغانستان امنیتي ځواکونه بشپړ مسوول دي چې د انتخاباتو لپاره امنیت برابر کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دې انتخاباتو د امنیت په برخه کې ډاډ ورکوي او څرګندوي چې امنیتي ځواکونه به طالبانو ته اجازه ورنه‎‌کړي چې انتخابات ګډوډ کړي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG