د ارزګان ولایت د ولایتي شورا مسوولینو او خلکو د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې به ټاکنو کې یوازې ۵سلنه خلک ګډون وکړي او پاتې ۹۵ سلنه خلک به په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.
دوی وايي، لامل يې ناامني او د بایومټریک سیسټم نه موجودیت دی.
دوی غوښتنه کوي چې دولت دې دغلته د ټاکنو لپاره امنیتي ساحې پراخه کړي.
د ارزګان امینتي مسوولین بیا خلکو ته د امنیت ډاډ ورکوي.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: