د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې:
- د تېرې اوونۍ فرهنګي خبرونه مریم توخي وړاندې کوي.
- له ارزګان څخه د سیمهییزو رسنیو د وضعیت اړه راپور شریفالله شرافت چمتو کړی.
- په هنر جاج برخه کې پوهنوال محمد ابراهیم همکار د ادبي فنونو پر ارزښت غږېږي.
- په فنکار برخه کې د کونړي شاعر اصفالله میاخېل په فن غږېږو.
- په زرپاڼه کې به لنډه کیسه پسته چونډاره واورئ.
- په ادب جام کې به د پښتو ادبي تاریخ د منځنۍ دورې شاعر ملا ارزاني خویشکي احوال واورئ.
- په ورېښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې د دیارلسم سرود برخه واورئ.
دا خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب