د افغانستان مشرانو جرګه د وسلهوالو طالبانو د وروستۍ اعلامیې په غبرګون کې چې ویلي دي، د انتخاباتو پروسه به ګډه وډه کړي، د رأی ورکوونکو، پر سراسري امینت ټینګار کوي.
د مشرانو جرګې رئیس فضلالهادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۷» د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، د رأی ورکولو بهیر باید د سولې په فضا کې ترسره شي چې رأی ورکوونکي وکړای شي د خپلې خوښې کاندید ته رأیې ورکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"د انتخاباتو پر وړاندې د طالبانو د دریځ په اړه باید وویل شي، په دې برخه کې باید امنیتي ارګانونه د خلکو د امنیت او کرارۍ لپاره چې وکړای شي، د خپلې خوښې استازي ته رأیه ورکړي،ځانګړي امنیت ته پام وکړي په تېره د انتخاباتو په ورځ."
وسلهوالو طالبانو د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د میزان په ۲۸مه به د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ، پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد دغه انتخابات یوه امریکايي دسیسه ګڼي وايي، طالبان به د انتخاباتو د ګډوډلو او ناکامولو لپاره هېڅ هڅه ونهسپموي.
طالبانو ویلي، ملکي خلکو ته به د زیان د رسېدو مخه ونیسي، خو هغه کسان به په نښه کړي چې د دغو انتخاباتو کامیابولو او د امنیت خوندیتوب ته هڅې کوي.
په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره، د طالبانو دغه خبرداری، د هغوی تبلیغات ګڼي.
که څه هم وسلهوالو طالبانو په تېرو انتخاباتو کې رأی ورکوونکي ګواښلي وو، خو بیا هم خلک له وېرې پرته، صندوقونو ته ودرېدل او رأيې یې ورکړې.
یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه هیئت دفتر هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په انتخاباتو کې ګډون د هر افغان اساسي حق دی او له امنیتي ارګانونو یې غوښتي په ټول توان دې دغه حق خوندي کړي چې خلک پرته له ډار او ګواښه خپلې رأیې وکاروي.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت وايي، د انتخاباتو د ۵۱۰۰ مرکزونو او ۲۱۰۰۰ محلونو د خوندیتوب لپارهیې شااوخوا ۵۴۰۰۰ ځواکونه ګمارلي دي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، په ټول توان به د انتخاباتو او رأی ورکوونکو امنیت خوندي شي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:
"خلکو او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ډاډ ورکوو چې موږ به د انتخاباتو د دغې ملي او تاریخي پروسې امنیت لکه څرنګه چې د نوم لیکنې پروسه په بشپړ امنیت کې ترسره شوه، هماغهشان د دغې پروسې امنیت هم تأمین کړو."
په پام کې ده چې د ولسي جرګې انتخابات تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې وشي.
سره له دې چې امنیتي مسؤلین د انتخاباتو د ورځې لپاره د ځانګړو تدابیرو خبر ورکوي، خو وبه لیدل شي چې ایا دغه ورځ به د امنیتي اندېښنې پرته تېره شي او خلک به پهکې پراخ ګډون وکړي؟ دا هغه پوښتنې دي چې وخت بهیې ځواب کړي.
راپور :خان محمد سیند