یو شمېر افغان ډاکټران وايي، په افغانستان کې د بډوډو «ګردو» پیوند لپاره د یو ځانګړي قانون نشتون دا ویره زیاته کړې چې ممکن د بډوډو خرڅولو کاروبار عام شي.
که څه هم په افغاني ټولنه کې د بډودو پیوند یو نوی اقدام بلل کېږي، خو یوشمېر افغان ډاکټران وايي، په دې برخه کې د یوې ښکاره تګلارې او قانون نشتون له امله به لویې ستونزې رامنځته شي.
دوی وايي، دا مهال په یوشمېر خصوصي روغتونونو کې د بډوډو پیوند ترسره کېږي خو یوشمېر بېوزلې کسان اړ دي چې د پیسو په بدل کې د بدن دغه غړي خرڅ کړي.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر محمد عارف جلالزي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د ګردې یا بډوډې پیوند یو نیک ګام دی خو په وینا یې اکثریت ځوانان د اقتصادي ستونزو له امله خپلې بډوډې پلورلې.
ډاکټر جلالزی وايي:
"زه خپله د دي شاهد یم چې یوه نجلۍ کلینیک ته راغله او ویې ویل چې غواړي خپله ګرده خرڅه کړې، ما ترې وپوښتل چې والې خپله ګرده خرڅوي؟ راته یې وویلې چې مجبوره ده او له ما نه یې وپوښتل که چېري خپله ګرده خرڅه کړه ماته څه زیان پېښېږي، ما ورته وویلې که چېري له دواړو سترګو دې یوه نه وې ته به ښه وګوري؟ خو بلاخره ما ورته دا قناعت ورکړ چې دا کار ونه کړي ځکه یوه ځوانه نجلۍ وه او د مجبوریت له مخې دا کار کاوه."
د ښاغلي جلالي په خبره که چېري یو څوک د کورنۍ غړیو ته د بدن دغه حیاتي غړی ورکوي نو دا عاطفي بڼه لري، خو د پېسو په بدل کې دا چاره ترسره کول دا وېره زیاتوي چې ممکن د بډوډو خرڅولو کاروبار عام شي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم یوې هراتي جوړې د اقتصادي ستونزو له وجې په ورته کار لاس پوري کړی و.
متخصص ډاکټران وايي، د وینې لوړ فشار، له غیر صحي اوبو ګټه اخیېستل، سګرېټ څښل، د وزن زیاتوالی او د مایعاتو کم اخېستل د ګردې د ناروغۍ مهم عوامل دي.
له بلې خوا امنه هغه مېرمن ده چې لور یې د ګردې په ناروغۍ اخته ده.
امنه وايي، د کورنۍ د غړیو ګردې مطابقت نه دی کړی او مجبوره ده چې په پیسو یې واخلي.
امنه وايي، دوه کسان تر اوسه حاضر شوي چې خپلې ګردې پنځه سوه زره افغانیو په بدل کې وپلوري.
نوموړي زیاته کړه:
"زما د لور دا پنځمه میاشت ده چې بستري ده، ګرده ورته پیدا شوې، یو کس دی غواړي د پنځه سوه زره افغانیو په بدل کې ګرده ورکړي خو موږ پیسې نه لرو، اوس د پیسو په تمه یو."
که څه هم د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې دا چاره ترسره کېږي او یو شمېر کسان د خپلو اقتصادي ستونزو له امله اړ کېږي چې ګرده خرڅه کړي او له دې لارې د پام وړ پیسې ترلاسه کړي.
ویل کېږي چې د ګردې پیوند دا مهال د افغانستان په څلورو روغتونونو لقمان حکیم، افغان اریا، رائیل میډکل کمپلکس هرات روغتون او د کابل په خاتم النبین روغتون کې ترسره کېږي.
په همدې حال کې د رایل مډکل کمپلکس روغتون مشر ډاکټر دلاور بشر ملکزوی وايي، د ګردو د پیوند لپاره د یو مشخص قانون نشتون اندېښنې راپیدا کړي دي.
نوموړي وویل، که چېري دې مسئلې ته رسېدنه ونه شي ممکن د ګردو پیوند په غټه ستونزه بدله شي.
نوموړي زیاته کړه:
"دغه کار هم ګټې لري او هم زیانونه لري، هغه کسان چې ګرده خرڅوي ګټه یې داده چې خپلې اقتصادي ستونزې به هواروي، د ډاکټر له نظره موږ پوهېږو چې هغه کس ته هېڅ ډول ستونزه نه پېښېږي، خو زموږ اندېښنه داده چې افغانستان یو بېوزلی هېواد دی او که هر یو د خپلو اقتصادي ستونزو له وجې خپله ګرده خرڅه کړي او مالداره خلک یې واخلي، ممکن په راتلونکي کې دا په کارو بار بدل شي او که چېري یو قانون یا تګلاره جوړه شي دا به ډیره مرسته وکړي."
ښاغلی ملکزوی وايي، د ګردې پیوند باید له هغو کسانو سره ترسره شي چې مطابقت ولري.
د اقتصادي ستونزو سربېره د ګردې پیوند د یوشمېر کورنیو ترمنځ هم کېږي.
زهرا هغه نجلۍ ده چې خپله ګرده یې ورور ته ورکړې.
هغه له خپل دغه کار نه خوښي څرګندوي:
"ما دوه کاله دیالیز وکړ، وروسته دغه روغتون ته راغلم او د ګردې عملیات مې وکړ، اوس له دغه عملیاتو نه درې میاشتي او ۷ ورځې تېرېږي او نتیجه یې ډېره ښه وه، اوس مې وضعیت ډېر ښه دی، لومړنۍ خبره چې ما خپل ورور ته وکړه هغه دا وه چې ما خپله ګرده تاته ډالۍ کړه، لوی رب درته ژوند در وبخښي او اوس مې شکر ورور ښه دی."
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې پیژندل شوې افغان هنرمنده حمیده عبدالله هم د ګوردو د پیوند لپاره له سویډن څخه افغانستان ته راغله او د هرات په یوه روغتون کې دغه پیوند ترسره کړ.
په همدې حال کې د کابل د خاتم النبین د روغتون مسؤل ډاکټر تابش بختیاري وویل، دوی له تېرو څوالسو میاشتو راپدې خوا په دغه روغتون کې د ګوردو پیوند کوي او دغه عمل تر ډېره د کورنیو ترمنځ کېږي.
د ښاغلي بختیاري به خبره هرڅومره چې د کورنۍ اړیکه نېږدې وې هغومره عمل ښه ترسره کېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"هرڅومره چې ژنیتکي نسبت نږدې وې،د بدن پیوند به ډېر وخت خوندي وي، هرڅومره چې دغه نسبت لري وي موږ اړ کېږو ترڅو له پیوندي ګردې محافظت وکړو، کوم څه چې موږ په دغه روغتون کې ترسره کوو، تقریباً ۹۰ تر ۹۵ سلنه موارد د کورنیو لومړی درجه کسان وي، ځکه د هغو ترمنځ د ګردې د رد امکانات کم دي."
ښاغلی بختیاري وايي، دغه عملیات د کورنۍ د غړیو ترمنځ پنځو تر شپږو زرو افغانیو پوري وي.
دا په داسې حال کې ده چې دغه چاره په امریکا کې تر دوه سوو ۷۰ زرو ډالرو ، المان کې دوه سوه پنځو زره ډالرو او په نورو اروپايي هېوادونو کې تر دوه سوه زره او په ګاونډيو هېوادونو کې څلویښت تر ۴۵ زرو ډالرو پوري ترسره کېږي.
که څه هم د ګردو پیوند دننه په هېواد کې ترسره کېږي خو بیا هم په کلني ډول لسګونه کسان د ګردې د پیوند لپاره بهر ته سفر کوي او په لوړ لګښت عملیات ترسره کوي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې د روغتیا کمېسیون رئیس مجیب الرحمان څمکنی وايي، په افغانستان کې د ګردو پیوند په غیر قانوني ډول ترسره کېږي:
"تر کومه ځایه چې موږ خصوصي روغتونونه له نږدې څارلي، دغه روغتونونه په غیر قانوني ډول د ګردو پیوند ترسره کوي، زه په وضاحت ویلی شم هغه درې روغتونونه چې دغه کار کوي په نړیوال اسټنډرډ برابر نه دي."
ښاغلی څمکنی وايي، عامې روغتیا وزارت د ګردو د پیوند لپاره هېڅ ډول قانون او مقرره نه ده جوړه کړې او هېڅ کله له دغو عملیاتونو څارنه نه لري نو په همدې دلیل دغه عملیاتونه نړیوالو معیارونو سره برابر نه دي.
په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د صحي قوانینو د تطبیق او څارنې رئیس ډاکټر خالد احدي ازادي راډيو ته وویل، په دغه برخه کې یوه لایحه د وزارت له لورې تائید شوې.
نوموړي زیاته کړه:
"د تایید شوي لایحیې په اساس عامې روغتیا وزارت په کابل او هرات کې له ټولو عملیاتونو څارنه کوي."
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس، د مالیې منابعو د محدودیت له امله اوس مهال په دولتي روغتونونو کې د ګردې پیوند نه ترسره کېږي.
خو د دغه وزارت د معلوماتو په اساس، په روان کال کې د ګردو د پیوند ډيپارټمنټ د جمهوریت روغتون د تشکیل برخه شوې او د پرسونل په ګمارلو سره به دغه برخه عملاً فعاله شي.
راپور: ناجیه ساپۍ