د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

نیوزویک مجله: د افغان سولې په اړه غونډه امریکا نه، روسیې رابللې


  • نیوزویک مجله

نیوزویک مجلې د افغانستان د سولې په اړه د خبرو لپاره د مسکو غونډه په یوه تحلیلي راپور کې څېړلې ده او لیکي چې د افغانستان د سولې په اړه غونډه امریکا نه، بلکې روسیې رابللې ده.

راپور یادونه کوي چې روسیې د لومړي ځل لپاره تېره میاشت په‎دې اړه چې غواړي دا غونډه د وسله‎والو طالبانو په ګډون جوړه کړي خپل پلان اعلان کړ.

طالبانو هغه مهال په‎دې غونډه کې د خپل ګډون ډاډ ورکړی وو، مګر افغان حکومت وویل چې ګډون نه په‎کې کوي، خو وروسته بیا روسیې د دې لپاره چې افغان حکومت هم استازیتوب په‎کې ولري دا غونډه وځنډوله.

نیوزویک لیکي:

مسکو ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معین نصیر احمد اندیشه په مشرۍ د یوه جګ‎پوړي پلاوی له سفر وروسته د افغانستان د جګړې د حل‎لپاره د مسکو غونډې ته د تیارۍ رسمي بهیر د جمعې په ورځ پیل شو، خو خپرونه زیاتوي چې د دې غونډې نېټه تر اوسه رسماً نه‎ده ټاکل شوې. نیوزویک د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د هغې وینا یادونه کوي چې وايي، کابل د مسکو په غونډه کې د ګډون ډاډ ورکړی او اوس د مېلمنو د رابللو پر بهیر کار روان دی.

کابلوف ایزویستیا ورځپاڼې ته ویلي چې اوس مهال اصلي تمرکز د غونډې د نېټې پر ټاکلو نه بلکې پر محتویاتو دی.

نیوزویک لیکي:

روسیه که څه هم په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور مخالفت کوي خو په افغانستان کې د روان کړکېچ د حل په برخه کې یې په دوامدار ډول چمتووالی ښودلی.

  • یورېشیا ریویو انلاین

یورېشیا ریویو انلاین خپرونې په افغانستان کې د داعش او وسله‎والو طالبانو حملې پرتله کړي دي او لیکي:

داعش ډلې هلته د طالبانو په پرتله د ډېرو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.

خپرونه لیکي، که څه هم د روان ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ډېرو حملو مسوولیت طالبانو ته متوجه وو، خو دې ډلې د لږ شمېر انساني تلفاتو پړه منلې ده.

یورېشیا ریویو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یوناما له‎خوا د جولای د پنځلسمې د راپور په حواله لیکي:

که څه هم هغه حملې لږې وې چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی، خو تلفات یې برعکس زیات وو.

خپرونه د یوناما په راپور کې د تروریستي حملو او د هغو د تلفاتو د ارقامو یادونه کوي او لیکي، په افغانستان کې په سلو کې د ۲۶ حملو پړه چې د تلفاتو شمېر یې ۴۵۳ ملکيان وو، طالبانو منلې په داسې حال کې چې په سلو کې د ۱۵ حملو پړه چې د تلفاتو شمېر یې ۵۹۵ ملکي وګړي وو، داعش ډلې منلې.

خپرونه د طالبانو او داعش د شکنجې په طریقو کې د توپیر یادونه هم کوي. یورېشیا ریویو د قربانیانو د مریو د غوڅولو او پر بمونو د خلکو د کینولو مواردو ته اشاره کوي او لیکي چې د داعش ډلې د شکنجې طریقې د طالبانو په پرتله خورا زیاتې بوږنوونکې دي.

XS
SM
MD
LG