څو سپين ږيري د حاجي اکرم خان په نوم د خپل کلي يوه مخور مشر ته ورځي او په کلي کې د یوه مشکل په اړه مشوره ورسره کوي.
په غونډه کې د مشکل پر حل خبرې کېږي او حاجي اکرم له کليوالو سره وعده کوي چې د مشکل په حل کې به له دوی سره مرسته کوي.
- دا چې کليوال څه مشکل لري؟
- د مشکل د حل لپاره څه ډول حل په پام کې ونيول شو؟
- وروسته به څه پېښه شي،
دا په ډرامه کې اورو چې د ازادي راډیو خبریال عبدالنافع همت چمتو کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: