د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

هېواد: افغان شیعه‌ګان دې د عاشورا مراسم عام محضر کې نه ترسره کوي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په بېلابیلو مسایلو مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې خبر ورکړی چې په دُبۍ کې زلمي خلیل‌زاد او الېس ولز له طالب چارواکو سره لیدلي دي.

په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس ولز او د دې وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد وسله‌والو طالبانو ته د دوی د یو شمېر زندانیانو د ازادولو ډاډ هم ورکړی دی.

ورځپاڼې طالبانو ته د یوه نږدې کس وحید مژده له قوله لیکلي دي چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په حضور او له امریکا سره په لاسلیک شوي امنیتي سند هم خبرې شوې دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم د همدې لیدنې په اړه د افغانستان د سولې عالي شورا د چارواکو له قوله لیکلي دي چې دغه لیده کاته شوي، خو په اړه‌يې ډېر جزئیات نه‌دي ورکړي.

ورځپاڼې د مطلب په دوام لیکلي دي چې ټاکل شوې نن د چهارشنبې په ورځ یو امریکايي پلاوی کابل ته راشي او د حکومتي چارواکو سربېره طالبانو ته د یو شمېر نږدې کسانو سره هم وګوري.

  • مسیر

مسیر خپلواکه ورځپاڼه بیا د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په اړه د حکومت او سیاسي احزابو وروستیو ناندریو ته تم شوې ده.

مسیر، ائتلاف ناسم دی، خو حکومت او د انتخاباتو کمېسیون څنګه انتخابات کوي؟ تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي، که دا ومنو چې د انتخاباتو په مسئله کې لوی ملي ائتلاف او سیاسي ګوندونه په ناسم لوري روان دي، خو حکومت د شفافو انتخاباتو لپاره کومه برنامه او پلان لري؟

په سرمقاله کې وړاندې ادعا شوې چې راتلونکي انتخابات به له درغلیو ډک وي او هغه کسان به په‌کې بریالي کېږي چې حکومتي ملاتړ ولري، خو د سرمقالې لیکوال په دې برخه کې کوم ښکاره ثبوت نه‌دی وړاندې کړی.

د سرمقالې لیکوال اندېښنه څرګندوي چې که حکومت د سیاسي احزابو په وړاندې له زوره کار اخلي، نو دا چاره به نه‌یوازې انتخابات له ستونزو سره مخ کړي، بلکې د هېواد په سیاسي او امنیتي ثبات به هم ناوړه اغېزې ولري.

د سرمقالې لیکوال په اخره کې وړاندیز کوي چې باید حکومت د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو په برخه کې خلکو ته ښکاره کړي چې له کومو لارو چارو په ګټې اخیستنې شفاف انتخابات ترسره کوي او د جعلي تذکرو مخه نیسي.

ائتلاف ناسم دی، خو حکومت او د انتخاباتو کمېسیون څنګه انتخابات کوي؟

ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم د انتخاباتي لانجو په اړه په یو مطلب کې د لوی ملي ائتلاف او سیاسي احزابو غوښتنې ناوخته بللي او لیکلي یې دي چې دا ښه او اصلاح کوونکې غوښتنې دي، خو د انتخاباتو ترسره کېدو ته کمه موده پاتې ده او دا غوښتنې په اوس وخت کې د منلو وړ نه‌دي.

په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې سیاسي احزابو باید یادې غوښتنې د ملي یووالي د حکومت له پیله مطرح کړې وی، ځکه د مطلب د لیکوال په خبره چې په تخنیکي لحاظ اوس دا کمېسیون ته سخته ده چې دا غوښتنې ومني.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د عاشورا د ورځې د رارسېدو په اړه په امنیتي ارګانونو غږ کړی چې باید د دغه مراسمو کلک امنیتي تدابیر ونیسي، څو د تېرو کلونو په شان یو وار بیا د عاشورا په مراسمو خونړي حملې ونه‌شي.

د سرمقالې لیکوال له افغان شیعه‌ګانو هم غوښتنه کړې چې د عاشورا مراسم باید په عام محضر کې ترسره نه‌کړي، څو د امنیتي پېښو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې سبا د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د محرم د لسمې ورځې مراسم لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG