کابل چاب ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اړه لیکلي دي.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې لیکلي چې د دغه تړون د بیا کتنې پر سر د سپېدار او ملي شورا تقابل پیل شوی دی.
ورځپانې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په حواله لیکلي چې هېڅڅوک نهشي کولای د خلکو په استازولۍ د امنیتي هوکړې بیا کتنه وکړي.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې دا د افغانستان د خلکو غوښنه نهده، بلکې د یو شمېرو لهخوا د شخصي اهدافو پر بنسټ مطرح شوې ده.
د مطلب لیکوال د اجرائیه رئیس په حواله دا هم لیکلي چې د داسې یو تړون تر پوښتنې لاندې راوستل چې په لویه جرګه کې تأیید شوی وي او د شخصي غرضونو په خاطر یې بیا کتنه د هېواد د امنیتي حالت له ښه کېدو سره هېڅ ډول مرسته نهکوي.
- ویسا
خو ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د ولسي جرګې په حواله لیکلي چې د دغه سند بیا کتنه د یادې جرګې حق دی.
ورځپانې لیکلي چې افغانان هره ورځ قرباني ورکوي او دا n خلکو د استازو حق جوړېږي چې امریکا سره د حکومت د امنیتي تړون د نتایجو په اړه وپوښتي.
ورځپانې د ولسي جرګې د رئیس په حواله هم لیکلي چې تر اوسه د خلکو استازي پهدې سم نهپوهېږي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د تطبیق په برخه کې څومره کار شوی دی، ځانګړی کمېسیون کار کوي چې پهدې اړه به راپور له عمومي مجلس سره شریک کړي.
د مطلب لیکوال د ولسي جرګې د غړې شکېبا هاشمي په حواله هم لیکلي چې د دغه تړون د شتون سره سره پاکستان په افغانستان توغندي توغوي، خو امریکا په دغو تېرېو سترګې پټې کړې دي.
- انیس
انیس دولتي ورځپاڼې بیا د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په حواله نور لیکلي چې څلور لسیزې کېږي چې افغانستان په جګړو او کشمکشونو کې دی، د جګړې اور لا هم بل دی او د دغه هېواد خلک غواړي چې په هېواد کې سوله او امن راشي، نو ځکه هم باید د شخصي اهدافو په خاطر د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون تر پوښتنې لاندې رانهشي.