د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې:
د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه مریم توخي وړاندې کوي.
د سلیمان غر مشاعرې په اړه حبیب الرحمان تاثیر راپور جوړ کړی.
په هنر جاج کې مود ابو ریحان البېروني د ژوند او علمي کار په اړه له پوهاند رازقي نړیوال سره خبرې کړي.
په فنکار برخه کې مو په جنوبي پښتونخوا کې له مېشتې نالوستې افغانې شاعرې سره مرکه کړې.
په زرپاڼه کې به د پخواني ننګرهار یوه لرغونې کیسه اخون موسی او مارکو واورئ.
په ادب جام کې به د پښتو لرغونې ادبي دورې شاعر شېخ محمد صالح الکوزي احوال واورئ.
او په وریښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې د یولسم سرود لومړۍ برخه واورئ.
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب