د غور ولایت يوه اوسېدونکې مېرمن دل آویز هغه مهال په تاریاکو اخته شوه چې غوښتل يې د تارياکو له لارې د ځان علاج وکړي.
د غور ولایت مېرمن دل آویز د پنځو اولادونو مور ده، دا وايي کله چې په کلي کې اوسېده، نو د خپلې ناروغۍ د علاج لپاره يې د تارياکو خوړل پيل کړل، هغه و چې له همدې ځایه ورو ورو په تارياکو معتاده شوه:
"کله چې مې زیات تاریاک وخوړل، ورسره عادت شوم، ژوند مې ډېر سخت شو، د اولادونو په کیسه کې به نه ومه، آن دا چې ورور به مې د کور مخې ته راغی هم به مې نه را پرېښود، د خپل مېړه او هیڅ شي په کیسه کې نه ومه، ژوند مې ډېر تریخ او له جنجالونو ډک و."
دل آویز د پنځو کلونو تر اعتیاد وروسته اوس روغه شوې او له خپلو پنځو ماشومانو او مېړه سره د غور د مرکز په یوه زاړه دولتي کور کې اوسېږي.
دا په داسې حال کې چې خپلو اولادونو ته جامې ګنډي له خپل اوسني ژوند څخه خوشاله ښکاري:
"کله چې مې د تاریاکو عمل خوشی کړ، اوس له خپله ژونده ډېره راضي یمه، د غور له معتادو ښځو څخه غواړمه چې دوی هم زما غوندې روغتونونو ته ولاړې شي او د ځانونو درملنه وکړي."
دل آویز دوه کاله مخکې په یوه دولتي روغتون کې بستري او تر درملنې وروسته اوس روغه شوې ده.
د دې مېړه وايي چې له مېرمنې سره یې ډېر کړاوونه ګاللي دي، خو اوس خوشحاله دی، ځکه مېرمن یې اوس روغه شوې او خپلو اولادونو ته ډوډۍ برابروي:
"ښځې مې نشه کوله، ډېره بدخویه وه، ژوند مو ډېر خراب و، د ډوډۍ پخولو لپاره مو څوک نه درلود، کالي مو په خپله پرېولل، ښځې ته مې د کار نه شوای ویلای، اوس چې دې نشه خوشې کړې موږ د ژوند په خوند پوه شوي او ژوند مو ډېر ښه شوی دی، پخوا د دې د نشه يي موادو له خاطره پوروړي و، خو اوس مو پور خلاص کړی دی، اوس زه او دا دواړه کار کوو او د اولادونو روزنې ته مو هم ښه پام کړی دی."
دل آویز اوس د غور ولایت په ښاروالۍ کې صفاکاره ده.
د غور ښاروالۍ سرپرست فضل الحق وحید د دې له کاره راضي ښکاري او دا په خپل کې بریالۍ ګڼي:
"دل آوېز دوه کاله کېږي چې په ښاروالۍ کې کار کوي، ورسپارل شوې وظیفه په سمه توګه تر سره کوي، موږ هیڅکله احساس نه دی کړی چې دا دې ګواکي معتاده وي او خپل کارونه دې سم و نه کړای شي، دا د یو سالم شخص په توګه ټول کارونه په منظم ډول ترسره کوي او د ښاروالۍ اداره ځنې راضي ده."
په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د نارینه وو ترڅنګ ډېری ښځې هم په نشو اخته شوي دي.
که معتادې مېرمنې د دل آویز غوندې په روغتونونو کې بستري او درملنې ته غاړه کېږدي، نو خپل پخواني ژوند ته بيرته ورګرځېدای او خوشاله ژوند درلودای شي.
راپور: شاهپور صابر