د راډیويي مجلې د دي اونۍ ګڼه مو په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې:
د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه مریم توخي وړاندې کوي.
روح الله انوري له نورستانه د لرګینو لوښو په اړه راپور برابر کړی.
په هنر جاج کې د کندهار پوهنتون استاد پوهنیار مطیع الله روهیال د متن څېړنې ارزښت بیانوي.
په فنکار برخه کې د خبریالې د ناول لیکوال ډاکتر عبدالهادي حماس سره غږېدلي یو.
په زرپاڼه کې به د لرغوني هند یوه فلکلوریکه کیسه چې د کوترې د نوم وجه په کې بیان شوې، واورئ.
په ادب جام کې به د پښتو لرغونې ادبي دورې شاعرې مېرمن نېکبختې احوال واورئ.
او په وریښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې لسم سرود واورئ.
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب