د دې اوونۍ په سپورټي خپرونه «د لوبو له میدانه» کې مو دا مطالب او موضوعات راټول کړي:
- د خپرونې په پېل کې د اوونۍ څو مهم ورزشي خبرونه.
- په اسیايي المپیکي سیالیو کې د افغانستان د ګډون د څرنګوالي په اړه راپور لرو.
- د افغانستان د المپیک ملي کمېټې له سکرتر جنرال محمد يونس پوپلزي سره د ۱۸م پړاو اسیايي المپیک سیالیو په اړه مرکه لرو.
- د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې له تکړه لوبغاړي ریاض حسن سره هم اشنا کېږئ.
د لوبو له میدانه دا سپورټي پروګرام محمد واصل وصال چمتو کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: