د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۴

هېواد: د حقاني شبکې د مشر جلال‌الدین حقاني د مرګ اوازه د څه لپاره؟


د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو په بېلابېلو مسایلو مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې خبر ورکړی چې د انتخاباتو په کمېسیون کې د ولایتي رئیسانو د ټاکلو په سر ناندرۍ روانې دي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د روانې لمریزې سنبلې میاشتې په اتمه د دغه کمېسیون د دارالانشا رئیس احمد شاه زمان‎زي د یو مکتوب له لارې د ۳۰ ولایتونو انتخاباتي رئیسان نورو ولایتونو ته تبدیل کړي دي.

خو د مطلب د لیکوال د معلوماتو له مخې چې د دې کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد د برښنا لیک له لارې د کمېسیون ولایتي رئیسانو ته سپارښتنه کړې چې دغه تبدیلي د کمېسیون له مشرتابه سره له مشورې پرته شوې او د اجرا وړ نه‎ده.

ورځپاڼې د یو شمېر انتخاباتي څارونکو له قوله لیکلي چې د ولایتي رئیسانو تغییر او تبدیل د کمېسیون د دارالانشا کار دی او عمومي رئیس په‎کې هېڅ ډول رول نه‎لري.

دغه کارپوهانو د مطلب لیکوال ته دا هم ویلي چې د انتخاباتو د رئیس دغه چاره له عقدې ډکه ده.

په ډېری ښارونو کې د کاروبار پخوانۍ مزه نه‌شته او سوداګر په‎کې پانګونه نه‎کوي.
  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د ولایتونو د سقوط په اړه د خلکو اندېښنې راخیستي او لیکلي دي چې له خلکو سره د یو شمېر ولایتونو د سقوط وېره له پخوا وه، خو د غزني له سقوط وروسته اوس د ډېرو ولایتونو په مرکزونو کې دا وېره زیاته شوې ده.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د کندز، فراه او غزني د مرکزونو په سقوط کولو سره د وسله‎والو مخالفینو یو پلان دا وو چې په خلکو کې وېره پیدا او په حکومت‌يې بې‌باوره کړي چې تر ډېره په خپل دې پلان کې بریالي شوي هم دي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې چې په ډېر شمېر ولایتونو کې که څه هم جدي ستونزه نه‌شته، خو بیا هم خلک په وېره کې دي چې ګوندې وسله‎وال مخالفین به‌يې ښار ونیسي، نو له همدې امله په ډېری ښارونو کې د کاروبار پخوانۍ مزه نه‌شته او سوداګر په‎کې پانګونه نه‎کوي.

د سرمقالې لیکوال په اخره کې حکومت ته وړاندیز کوي او لیکي؛ هغه ښارونه چې د سقوط تر ګواښ لاندې دي باید جدي پاملرنه ورته وشي او هغه سیمې چې ګواښ په‎کې جدي نه‎دی باید حکومت په‎کې تبلیغات وکړي او داسې ګامونه واخلي څو د خلکو له ذهنونو دغه وېره لیرې شي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکې بې‌روزګارۍ اندېښنه ښودلې او لیکلي یې دي چې له ایرانه هر میاشت نږدې ۹۰ زره افغان کډوال راستنېږي او په دې سره په هېواد کې د بې‌روزګارۍ بحران ورځ تر بلې پراخېږي.

ورځپاڼې د هرات د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د رئیس له قوله لیکلي دي چې له ایرانه د افغان کډوالو د راتګ ګراف په تېرو شپږو میاشتو کې ۴۵ سلنه لوړ شوی دی.

په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې که څه هم د ملي یووالي حکومت د خپلو کمپاینونو پر مهال د بې‌کارۍ د ختمولو په برخه کې غوړې غوړې ژمنې ورکړې، خو نه‌یوازې بې‌کاري يې ختمه نه‌کړه، بلکې ورځ تر بلې د بې‌روزګارۍ کچه لوړېږي.

ورځپاڼې د یو شمېر اقتصادي کارپوهانو له قوله لیکلي دي چې باید حکومت په کور دننه د پانګونې په هدف د پانګه‌والو امنیت ټینګ کړي، څو د پانګونې په کولو سره د بې‌کارۍ کچه راټيټه شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د حقاني شبکې د مشر جلال‌الدین حقاني د مرګ اوازه د څه لپاره؟ تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د حقاني د مړینې اوازه درې کاله وړاندې هم خپره شوې وه.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې چې حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتي ادارې پر مټ په افغانستان کې لوی بریدونه کړي دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي د حقاني د مړینې خبر په‎داسې حال کې وسله‎والو طالبانو خپور کړ چې پر پاکستان د امریکا وروستۍ مرستې هم بندې شوي.

سرمقاله لیکونکی په‎دې باور دی چې په‎دې کار سره پاکستان غواړي د امریکا په سترګو کې خاورې وشیندي چې دا دی د حقاني شبکې مشر هم مړ شوی او د دغې شبکې فعالیتونه د کمزروي کېدو په حال کې دي.

XS
SM
MD
LG