د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۴

ویسا: د انتخاباتو کیسه په کوم لور روانه ده؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو مطالبو تر څنګ د افغانستان د ولسي جرګې د راروانو انتخاباتو په اړه هم یو شمېر لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، د انتخاباتو کیسه په کوم لور روانه ده؟

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې که پر امنیتي ننګونو سربېره د نوم‎لیکنې د بهیر او د جعلي تذکرو او جعلي سټیکرونو هغه نمونې په پام کې ونیسو چې څو ورځې مخکې لوی ملي ائتلاف نندارې ته وړاندې کړې، نو له ورایه ښکاري چې راتلونکي انتخابات به ولس په داسې بحرانونو واړوي چې راقابو کول به‎یې د اوسنیو چارواکو له وسه پورته خبره وي.

ورځپاڼه لیکي:

که حکومت پر همدغو شرایطو د انتخاباتو پر کېدلو ټینګار کوي معنی یې بیا همدا ده چې دوی د کومې بهرنۍ اجنډا له مخې ولس په لوی لاس په نویو بحرانونو اړوي.

کاندیدان خوندي نه‌دي.

سرمقاله لیکونکي په ولس کې د ګوندونو تشې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې له بده‎مرغه په ولس کې هم د داسې ګوندونو تشه پر ځای ده چې د حکومت او چارواکو لوری سم کړي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د کاندیدانو د امنیت په اړه لیکلي او ویلي یې دي چې دوی خوندي نه‎دي.

سرخط په تېرو څو میاشتو کې یو شمېر کاندیدانو ته متوجې ګواښونو او پر دوی مرګونو حملو ته په اشارې سره لیکلي چې ممکن دولت د انتخاباتو لپاره اراده نه‎لري.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم د کاندیدانو د امنیت او نه‌خوندیتوب په اړه اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې دغه اندېښنې دوی له امنیتي ارګانونو سره هم شریکې کړې دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون حقایق پټوي.

د سرخط په خپله سرمقاله کې دا هم راغلي چې د انتخاباتو موضوع تر بلې هرې موضوع مهمه ده او باید لومړیتوب ورکړل شي، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره په‎داسې حال کې چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته له دوه میاشتو کمې ورځې پاتې دي، د دغو انتخاباتو د امنیت په اړه هېڅ بحث او خبرې نه‎دي شوي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون حقایق پټوي.

په مطلب کې وړاندې دا خبره د انتخاباتو د یو شمېر څارونکو بنسټونو په حواله راغلي او ویل شوي چې مخکې تر دې چې د افغانستان ملي ائتلاف جعلي تذکرې او سټیکرونه نندارې ته وړاندې کړي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ورکو شویو سټیکرونو په اړه څه نه‌و، ویلي.

په مطلب کې دغه‌شان د دغو بنسټونو په حواله راغلي چې باید په‎دې برخه کې جدي څېړنې ترسره شي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د موضوع په اړه لیکلي، په افغانستان کې د انتخاباتو موضوع ډېره پېچلې شوې او که پر وړاندې یې پرتو ستونزو ته حل‎لاره ونه‎موندل شي، په هېڅ ډول به شفاف انتخابات ترسره نه‎شي.

انیس ټینګار کوي چې د دا شان انتخاباتو ترسره کېدل ټوله‌ییزه همکاري غواړي.

XS
SM
MD
LG