د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۴

ویسا: د نېکلسن ځای ناستی به افغان ولس ته څه پیغام راوړي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو مطالبو تر څنګ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د قوماندې د بدلېدو په اړه هم یو شمېر لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، جنرال نېکلسن د افغان جګړې په مهارولو کې ناکام و.

په مطلب کې راغلي، نېکلسن ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۱۸ میلادي کاله پورې به داعش له‌منځه یوسي او طالبان به وځپي، خو د مطلب د لیکونکي په باور هر څه برعکس روان دي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې د دغه امریکايي جنرال د دندې پر مهال تر ټولو زیات هوايي بریدونه وشول، خو د طالبانو او داعش د ځپلو پر ځای تر ټولو ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته واوښته.

ویسا په خپله سرمقاله کې هم همدا موضوع څېړلې او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د نوي قوماندان ځانګړنې یې هم بیان کړې دي.

ورځپاڼې لیکلي، تر اوسه چې کومو جنرالانو ته په افغانستان کې د قواوو قومانده سپارل شوې ټول‌یې د افغانستان، عراق او د بالکان د جګړو تجربې لري، خو د مېلر په باب ویل کېږي چې د امریکا د نوې جنګي ستراتېژۍ پر ټولو رمزونو بلد دی، د شپې چاپې، د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه او نور دا شان عملیات‌یې د کیڼ لاس لوبه ده.

خو سرمقاله لیکونکي دا هم لیکلي چې تر کومه افغانستان د خپلې ارادې او نظام خاوند نه‎شي په هر پړاو کې باید د وحشتونو د نویو تجربو اندېښنه ورسره وي.

ورځپاڼې لیکلي، وګورو چې د نېکلسن ځای ناستی افغان ولس ته څه پیغام راوړي؟

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په‎دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، مېلر به د جګړې بار تر نېکلسن ښه پورته کړي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د مېلر پخوانیو تجربو ته په کتو چې تر ډېره د پټو کمانډويي عملیاتو په قوماندانۍ او استخباراتي برخو کې پاتې شوی، څرګندوي چې په افغانستان کې د امریکا جګړه بله بڼه خپلوي او ښايي تر دې وروسته ډېر تمرکز د شپې په عملیاتو او د بې‌پیلوټه الوتکو پر بریدونو وي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د نوي قوماندان او افغان ولسمشر د لیدنې په اړه لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکي دوی پرون ماښام سره ولیدل او په‎دغه لیدنه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لومړیتوبونو او دغه‌شان د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ستراتېژۍ او د هغې د مثبتو نتیجو په اړه بحث او خبرې وشوې.

ورځپاڼه زیاتوي چې په‎دغه لیدنه کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت نوي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ژمنه وکړه چې په خپلې نوې دنده کې به د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG