د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۶

نصرالدین ځکه خوښ دی چې خپل معتاد زوی يې درملنې ته راضي کړی


په کابل کې د معتادينو د درملنې لپاره د ابن سينا زر بستريز روغتون يوه خونه له خلکو ډکه ده، دوی د ډاکټر نوبت ته ناست دي، په دوی کې يو هم د لغمان ولايت نصرالدین دی چې مخ يې ګونځې ګونځې دی.

دی که څه هم خټګر او لاسونه يې تڼاکي دی، خو تندی يې ورين او له څېرې څخه خوشاله ښکارېږي، ځکه چې خپل معتاد زوی يې راضي کړی چې علاج ته غاړه کېږدي.

دا چې ده خپل زوی څنګه راضي کړ؟ دا به د ده له خولې واورو:

"زوی مې بیخي له نشې منکر و، یوه ورځ مې وڅاره، ګورم چې د يوه کمر څنګ ته کېناست او نشه یې شروع کړه، بس لاس په لاس مې ونیو، بیا مې کېناوه ورته ومې ویل چې دا ډېر د بدبختۍ کار دی، وروسته یې خپله هم اقرار وکړ چې بدبخته شوی دی، بیا په خپله خوښه تر روغتون پورې راسره راغی."

د معتاد په درملنه کې لومړی شرط دا دی چې بايد معتاد په خپله خوښه علاج ته غاړه کېږدي، خو دا چې تردې وروسته به څه کېږي؟ په‎دې اړه ارواپوه مطیع الله اورمړ خبرې وايي:

"دا د انګېزې ورکولو څانګه ده، دلته له ناروغ سره يوازې خبرې کوو، څو پوه شو چې دی د مخدره موادو د پرېښودلو په کومه مرحله کې دی، ځکه د اعتیاد پرېښودل څلور مرحلې لري:

  • تر فکر کولو مخکې مرحله.
  • د فکر کولو مرحله.
  • د چمتووالي مرحله.
  • د عملي ګام اخېستلو مرحله.

تر فکر کولو مخکې مرحله کې معتاد یوازې د موادو په اړه فکر کوي او د فکر کولو په مرحله کې ناروغ فکر کوي چې مواد پرېږدي او کنه؟ د چمتووالي په مرحله کې ناروغ د موادو پرېښودلو ته چمتو کېږي او څلورمه د اقدام مرحله ده، په‎دې مرحله کې ناروغ د نشه‎يي موادو په زيانونو پوهېږي او غواړي چې بستري شي."

د اروا پوهانو په باور د معتادينو درملنه د هغوی په اعتياد پورې اړه لري چې له څلورو مياشتو څخه نيولې بيا تر پنځو کالو پورې دوام کوي.

کله چې یو معتاد راجسټر شي، داخله ډاکټر یې معاینه کوي چې کومه ساري او خطرناکه ناروغي و نه‎لري او بيا ځانګړې جامې ورکول کېږي.

په‎دې اړه د روغتون د لوژيستيکي موادو مسئول محمد فهیم زیاتوي:

"ناروغ ته نورې او ځانګړې جامې ورکوو، څو ټول ناروغان وپېژندل شي. پخوانۍ جامې يې ځېنې لېرې کوو، دا کار ځکه کوو چې زړې خاطرې یې ور یادې نه‎شي، تردې وروسته یې سلماني ته بیایو ، سر او ږیره یې ور اصلاح کوو او بيا يې خپلې بسترې بيايو."

د اعتياد په پرېښودلو کې تر ټولو مهمه پړاو يې د زهرو ایستل دي چې شل ورځې وخت نيسي.

د دې روغتون مرستیال ډاکټر واحدالله کوشان وايي چې دا پړاو له اتو څخه تر ۱۱۰ ساعتونو پورې دوام کوي.

دی زیاتوي:

"د زهر ایستلو مرحله پر پنځو مرحلو ویشل کېږي:

  • کله چې ناروغ نوی بستري کېږي، د نشې له پرېښودلو څخه وېره لري، وايي که بستري شم داسې نه وي چې مړ شم، بيا به مې ښځه څوک ساتي، دا مرحله یې ۲۴ ساعته دوام کوي.
  • دوهمه مرحله یې د نشه‎يي موادو پلټنه ده. په‎دې مرحله کې معتاد خپل بالښت او کټ ګوري چې ښايي له پخوانیو معتادینو څخه نشه‎يي مواد پاتې شوي وي.
  • په درېیمه مرحله کې د معتاد فشار لوړېږي، ښه او بد نه پېژني او د تېښتې لاره لټوي.
  • په څلورمه مرحله کې معتاد د قاز یا زاڼې شکل غوره کوي، وېښتان یې شخ درېږي او په کمپله کې پروت وي
  • پنځمه مرحله کې پخواني حالت ته راګرځي او جوړېږي."

تر زهرو ایستلو وروسته ناروغ د بیارغاونې پړاو ته داخلېږي.

په‎دې پړاو کې د ناروغ ذهني او جسمي بيارغونه پیل کېږي.

ارواپوه شرف الدین وايي چې دا پړاو له يوې نيمې څخه بيا تر دوو میاشتو پورې دوام کوي:

"تز زهر ایستلو وروسته موږ له ناروغانو سره درې ډوله غونډې کوو:

لومړی ګروپي غونډې.

دوهم انفرادي غونډې

درېیم د ژوند د مهارتونو غونډې دي چې له ده سره د پلان شوي مهالوېش له مخې له ده سره د ژوند د جوړولو او پرمختګ په اړه خبرې کېږي. دغه راز ناروغ دیني زده کړي کوي، سپورټ کوي او له رواني مشاورینو څخه مشورې اخلي، دغه ډول په ځینو تفریحي پروګرامونو کې ونډه اخلي، لکه شعر ويلو سيالي او داسې نور."

د اعتياد څلورم او وروستی پړاو فراغت او رخصت کېدل نومېږي.

په‎دې پړاو کې د روغتون مسؤلين او کورنۍ ځانګړي مسئوليتونه لري.

په دې اړه اجتماعي کار کوونکی جمال عبدالناصر ناصري وايي:

"تر رخصت کېدو وروسته ناروغانو ته مکتوب ورکوو او صحي مرکزونو ته یې معرفي کوو، ترڅو له هغه ځایه وڅارل شي. کوم کسان چې زموږ روغتون ته نېژدې دي، له یوې څخه تر درېیو میاشتوپورې په میاشت کې څلور ځله د هغوی کور ته ورځو، پوښتنه یې کوو او د کلي له سپین‎ږیرو او کورنۍ له غړو سره یې خبرې کوو. له درېیو تر شپږو میاشتو په میاشت کې دوه ځله کور ته ورځو. تر هغه وروسته بیا په میاشت کې یو ځل ورځو، ان دا چې ځينې ناروغان تر پنځو کالو پورې څارو. روغ شوی کس هم باید تل له صحي مرکز سره اړېکې وساتي اوبايد کورنۍ هم له خپل ناروغ سره ښه چلند وکړي."

رواني ډاکټران ټینګار کوي چې د اعتیاد درملنه هغه مهال امکان لري چې د روغتون مسؤلین، خپله معتادين او د هغوی کورنۍ لاسونه سره ورکړي او د درملنې په اړه ور سپارل شوي مسؤليتونه په سمه توکه ادا کړي.

راپور: محمد ایاز ترنک

دا راپور په غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:58 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG