د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

د انتخاباتي نظام د بدلون په اړه د حکومت او سیاسي ګوندونو چنې!


د افغانستان د ولسي جرګې د میزان د ۲۸مې انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رأیه، زما حق» د دې اوونۍ پروګرام مو د حکومت او سیاسي ګوندونو او جریانونو ترمنځ د انتخاباتي نظام د بدلون په اړه چنو ته ځانګړی کړی دی.

یو شمېر سیاسي ګوندونو په کابل کې د یوې مظاهرې پر مهال ټینګار وکړ، تر هغې چې د بایو مټریک ټکنالوژۍ له لارې د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه ډاډ ترلاسه نه‌کړي، خپل اعتراضونه به جاري وساتي او حتی د انتخاباتو مخه به ونیسي.

بل‌خوا د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، هېڅ ملاحظه نه‌شي کولای چې د انتخاباتو د ترسره کېدو مخه ډب کړي.

دغه پروګرام د ازادي راډیو خبریال رحمت‌الله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:01 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG