د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

ننګرهار کې د خونړیو پېښو د ترسره کوونکو ریښې تر کومه ځایه دي؟


د ننګرهار ګډو امنیتي ځواکونو د جلال‎اباد ښار په درېيمه ناحيه کې اته تنه له ځانمرګو واسکټونو او مهماتو سره نیولي وو چې د ننګرهار ولایتي دفتر په وینا پنځه تنه د لومړنیو څېړنو وروسته خوشې شوي او له پاتې درېيو تنو څخه‌یې تحقیقات روان دي.

د ننګرهار والي حيات‌الله حيات وايي، دا کسان او چاودېدونکي توکي د افغانستان د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهير په دفتر کې چې د امنیت شورا مرستیال جنرال دين محمد جرأت‌يې مشري کوي نيول شوي.

د ننګرهار والي حيات الله حيات
د ننګرهار والي حيات الله حيات

دی وايي:

"دغه دفتر د افغانستان د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې دفتر و، مشکوک و موږ په‎دې اړه اطلاعات درلودل، عمليات پرې وشول، اته تنه شکمن کسان او ځيني ماینونه او مهمات ونیول شول، له لومړنیو تحقیقاتو وروسته پنځه تنه چې بې‌ګناه وو، خوشې شول او درې تنه اوس هم تر تحقیقاتو لاندې دي."

خو د جنرال جرأت د ګوند مرستیال، رئیس دفتر او په ختیځ زون کې د ده استازی جنرال هاشم مهمند بیا د ننګرهار د ولایتي ادارې معلومات بې‌بنسټه بولي او وايي، په کوم دفتر کې چې د ځانمرکو واسکټونه او خلک نيول شوي، هغه د دوی نه، بلکې د حاجي ادریس په نوم سوداګر په خپل سر جوړ کړی دی.

دی وايي:

"د حاجي ادریس په نوم کس و چې موږ ته‌يې څو وارې ويلي چې ماته مکتوب راکړئ موږ ورته ويلي چې زموږ دفتر هلته شته، تاسو زموږ عضويت لومړی واخلئ، تر اوسه هغه زموږ عضویت لا نه‎دی اخیستی او دا کوم عمليات چې شوي دا د هماغه حاجي ادریس په دفتر کې نیول شوي او هغه پورې تړلي دي."

دی زیاتوي عدلي او قضايي ارګانونه دې د دې موضوع په اړه جدي څېړنه وکړي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د حاجي ادریس نظر هم د دې موضوع په تړاو واخلي، خو هغه سره په اړیکه نیونه کې بريالي نه‎شوو.

د دې موضوع په تړاو هغه اسناد چې تر ازادي راډيو رارسېدلي دا ښکاره کوي چې د دې دفتر د نیونې قرارداد له حاجي ادریس سره شوی.

د اسناد انځور
د اسناد انځور

دا رنګه د عملياتو د ترسره کېدو وروسته په‎دې دفتر کې ځيني داسې اسناد هم موندل شوي چې د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهير دفتر پورې اړه لري.

د اسناد انځور
د اسناد انځور

په ټولنیزو رسنیو کې د دغې پېښې په اړه د ننګرهار د خلکو تُند غبرګونونه راپارېدلي او داسې پوښتنې یې راولاړې کړي چې د ننګرهار مسؤلینو يې تر اوسه ځواب نه‎دی ويلی.

مدني فعال انجنیر راحت ګل زیارمل وايي، د ځانمرګو واسکټونو سره يوځای د اتو تنو نیول شویو نه څنګه پنځه تنه خوشې کېږي او خوشې شوي کسان څوک وو؟

ښاغلی زیارمل زیاتوي:

"ولس سره پوښتنې دا دي چې په یوه رسمي او داسې مهم دفتر کې دا مواد له کوم ځایه راوړل شوي او د څه لپاره؟ او بل کله چې امنيتي ځواکونه عمليات کوي دا خبره ولې پټه پاتې کېږي، ولې رسنیز کېږي نه؟ کله چې خلک خبرېږي بیا ولایتي اداره اعتراف کوي او درېیم دا چې دا نیول شوي او خوشې شوي کسان ولې نه‌ښودل کېږي ولې افشا کېږي نه؟"

دغه عمليات شااوخوا شپږ ورځې وړاندې د ملي امنیت او امنیه قوماندانۍ د ګډو ځواکونو له‎خوا ترسره شوي وو چې موضوع همداسې پټه ساتل شوې وه، خو کله چې په ټولنیزو رسنیو کې له دې موضوع پرده پورته شوه، د ننګرهار ولایت مقام یوازې دا تأیید کړه چې دا کسان او د ځانمرګو واسکټونه د افغانستان د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهير په دفتر کې نیول شوي، خو د نیول شویو کسانو په تړاو تر اوسه پورې څه نه‎دي ویل شوي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG