د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۶

دنیا: مؤقت حکومت د افغانستان د لوی ملي ائتلاف لومړی انتخاب نه‎دی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د انتخاباتو په تړاو د سیاسي ګوندونو د خبرداري په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په‎دې اړه په یوه مطلب کې لیکلي، د افغانستان لوی ملي ائتلاف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه ائتلاف د پلویانو له‎خوا د مدني نافرمانیو خبره کړې ده.

په مطلب کې د خبرپاڼې په حواله راغلي چې دغه ائتلاف د انتخاباتو په اړه د خپلو غوښتنو د منل کېدو په تړاو حکومت ته دوه اوونۍ وخت ورکړی وو چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ پوره شو.

د مطلب لیکوال لیکي:

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د انتخاباتو په ورځ له ټکنالوژۍ نه استفاده کول، د ګوندونو برخې ته په پام سره په انتخاباتي سیستم کې د رأیو د انتقال په تړاو بدلون او د انتخاباتو له ټولو پړواونو څخه د ګوندونو څارنه د سیاسي ګوندونو مهمې غوښتنې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په‎دې اړه لیکلي او ویلي یې دي چې مؤقته اداره، د بن درېیم کنفرانس او د لویې جرګې جوړول د انتخاباتو بدیلې لارې دي.

د ویسا په دغه مطلب کې د افغانستان د لوی ملي ائتلاف د مسؤلینو په وینا راغلي چې دوه اوونۍ ضرب‎الاجل ټاکل شوی وو چې زموږ غوښتنې ومنل شي، خو د دوی په وینا حکومت ورته مثبت ځواب نه‎دی ورکړی.

مؤقته اداره، د بن درېیم کنفرانس او د لویې جرګې جوړول د انتخاباتو بدیلې لارې دي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې مؤقت حکومت د امریکا او اروپايي ټولنې طرحه ده چې طالبانو هم د دا شان حکومت جوړولو لپاره ۱۰ شرطونه ایښي وو چې یو له دغو شرطونو نه د امنیتي ادارو مسؤلیت سپارل بې‌طرفه کسانو ته وو.

ویسا هم د یاد ائتلاف له ادرسه د خبرپاڼې په حواله لیکلي چې حکومت غواړي تقلبي انتخابات وکړي او دا چې د دوی غوښتنې نه‎دي منل شوي خپلې مدني نافرمانۍ به پیل کړي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا د دغه ائتلاف د غړو انوارالحق احدي او شیوای شرق په حواله لیکلي چې مؤقت حکومت د دغه ائتلاف لومړی انتخاب نه‎دی، خو که حکومت د دوی غوښتنې ونه‌مني، مؤقت حکومت، د بن د درېیم کنفرانس جوړول او یا هم د لویې جرګې جوړول به بدیل مېکانیزمونه وي.

  • انیس

خو انیس دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي چې ولسمشر په‎دې اړه د سیاسي ګوندونو له استازو سره خبرې کړې دي.

د انیس په مطلب کې راغلي چې له هر اړخیزو بحثونو وروسته دا پرېکړه وشوه چې د حکومت او سیاسي ګوندو له استازو یوه ګډه کمېټه جوړه شي چې د انتخاباتو نېټې او مهالویش ته په پام سره د سیاسي ګوندونو د غوښتنو په تړاو خپلې طرحې وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG