کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو مطالبو تر څنګ د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد د احتمالي غوراوي په اړه یو شمېر لیکنې او سر لیکنې چاپ کړې دي.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د افغانستان لپاره د امریکا د استازي په توګه د زلمي خلیلزاد د ټاکل کېدو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي.
سرمقاله لیکونکی لیکي، شک نشته چې ښاغلی خلیلزاد یو سیاستوال او زده کړی سړی دی چې په امریکا کې له خاص نفوذه برخمن دی.
ورځپاڼې دا هم لیکلي، شک نشته چې خلیلزاد په ښکاره د پاکستان دښمن دی او هر څه یې چې له لاسه پوره وي، پر پاکستان د فشار لپاره به یې ونه سپموي.
په سرمقاله کې دغه شان سپارښتنه شوې چې که ښاغلی خلیلزاد بیاځلي په دغه دنده وګمارل شي، ښه به وي چې تر هر څه زیات د افغانستان د راتلونکي په اړه فکر وکړي، خپلې پخوانۍ ناکامۍ جبران کړي او ښې خاطرې له ځانه پر ځای پرېږدي.
ماندګار:
ماندګار ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې پوښتنه مطرح کړې چې د خلیلزاد نوی ماموریت به څه وي؟
ورڅپاڼې لیکلي چې روېټرز خبري اژانس د امریکايي سر چینو په حواله ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پام کې لري چې زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه وګماري.
سرمقاله لیکونکی لیکي، امریکا دغه اقدام په داسې حال کې کوي چې له طالبانو سره یې مخامخ خبرې پیل کړې دي او ویل کېږي چې دا اقدام هم طالبانو سره د سولې د خبرو د چټکتیا لپاره کېږي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي چې خلیلزاد له هغو پیاوړو امریکايي ډیپلوماتانو څخه دی چې معمولاً سخت کارونه په سختو شرایطو کې ورسپارل کېږي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې هم په دې اړه لیکلي دي.
هېواد بیا د روېټرز او اسوشېټېډ پرېس دواړو په حواله لیکلي چې د خلیلزاد ګمارل په دغه پوست دا مانا ورکوي چې امریکا طالبانو سره د سولې په خبرو کې جدي ده.