په هرات ولایت کې د رواني ناروغيو ډاکټرانو د موسیقۍ په واسطه د معتادینو درملنه پیل کړې ده.
د قدیر فیضي په نوم يو معتاد د تېر عمر په غم کې سوځي، هغه عمر چې څه د پاسه څوارلس کاله د اعتیاد په منګولو کې بند او له نشې پرته یې د ژوند له نورو اړخوند سره هيڅ اړه نه درلوده.
قدیر اوس د هرات ولایت د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې ډېری وخت په موسيقۍ بوخت وي.
موسیقي له قدیر فیضي او نورو معتادینو سره مرسته کړې چې نشه هېره او د روښانه راتلونکي ژوند په اړه فکر وکړي:
"موږ دلته د خپلو معتادو ملګرو په خدمت کې یو، هیله لرو چې ټول معتادین روغ شي. نشه يي مواد انسان له کاره باسي. کله چې څوک نشه يي مواد کاروي، هیڅوک د انسان په سترګه نه ورته ګوري، آن دا چې خپل ورور، مور، پلار او ښځه يې هم په درنه سترګه نه ورته ګوري، خلک يې بيخي په سړو کې نه بولي."
قدیر فیضي په خپل غږ کې له موسیقۍ سره شعر زمزمه کوي او په دې شعر کې له خپلو هغو بې لارو ملګرو ګيله کوي چې دی یې د نشې په تورې کندې ته ور غورځولی دی.
فیضي د موسیقۍ په مرسته د دې مرکز ټول معتادین خوشحاله ساتلي او هغوی ته يې د راتلونکي ژوند په اړه هيلي پيدا کړي دي.
معتادین د قدیر فیضي پر شااوخوا راټول او اتڼونه کوي.
دوی اوس خپلې پخوانۍ غمجنې خاطرې هېرې کړي او د تېر تیاره ژوند په اړه د فکر کولو پر ځای ځانونه په موسيقۍ بوخت ساتي.
د معتادینو د درملنې په دې مرکز کې یو بل معتاد علي احمد وايي چې له قدیر فیضي او د ده له هنر سره یې غم لیري کېږي:
"موسیقي مي غم او اندېښنې راڅخه لېري کوي او خوشحاله کېږم، زه چې غمجن شم، نو په ورځ کې یو یا دوه ځله دلته د موسیقۍ اورېدو ته راځم. کله چې د ورځې دوې بجې موسیقي واورم بیا تر شپې پورې ارام او خوشاله یم."
د درملنې په دې مرکز کې د موسیقۍ ترڅنګ شعر ویل هم یوه تفریح ده.
جاوید هغه معتاد دی چې خپل تېر تیاره ژوند او له نشه يي موادو څخه کرکه یې په دې شعر کې بیان کړې ده:
منم مورفین هم درمان و هم درد
دوای درد معتادان ولګرد
دوای درد من دوا نه دارد
دوای بهتر از زندان نه دارد
چنان من نشه میسازم خماران
تمام سینه ها را دود باران
امو شعر که دودم سیر خورده
شده همچو شغال تیر خورده
دو دستایت سفید نازنینت پیش مردم
کند مردانګی و غیرتت ګم
له اکثرو معتادينو سره د کورنۍ او ټولنې اړيکې پرې کېږي او يوازې يې نشه ملګرې وي، خو قدیر اوس ډېر خوښ دی چې بېرته ټولنې او کورنۍ ته راګرځېدلی دی:
"نشه يي مواد په درد نه خوري، پرېښودل یې یو بېل خوند لري، نشه يي مواد د انسان ژوند او حواس خرابوي، خپلوان يې ليري ځنې ګرځي."
د موسيقۍ له لاري د درملنې ميتود د درملنې له مرکزونو سره مرسته کوي چې په لږ لګښت سره د معتادینو علاج وکړي.
په هرات ولایت کې رواني ډاکټر وحید نورزاد په دې باوري دی چې موسیقي کولای شي معتادینو ته مثبت فکر ورکړي:
"ّپه ارواپوهنه کې یو مېتود دا دی چې د موسيقۍ له لارې د معتادينو علاج کېږي، موږ هغو معتادینو ته چې د درملنې په حال کې وي او يا هغو کسانو ته چې په رواني ناروغیو اخته وي وايو چي موسیقي یوازينی سالم مصروفیت دی، همدا موسیقي ده چې د دوی په ذهنونو کې رواني ثبات او مثبت فکر را منځته کوي."
که ځوانان په خپل ورځني ژوند کې تفريح ته ځای ورکړي، نو نه يوازي دا چې معتاد ځوانان به له نشو څخه خوندي پاته شي، بلکې له هغو ځوانانو سره هم مرسته کوي چې لا تر اوسه په نشو نه دي عادت شوي.
راپور: شاپور صایر