د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۸

ایران: د ټرمپ وړاندیز هېڅ ارزښت نه‌لري


ایراني چارواکو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه وړاندیز رد کړی چې ویلي یې دي چمتو دی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره د خپل ایراني سیال حسن روحاني سره وګوري.

په داسې حال کې چې واشنګټن پر ایران بندیزونه لګولي او پر نورو هیوادونو یې فشار راوړی چې له ایران سره دې له سوداګریزې راکړې ورکړې ډډه وکړي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د خبرو اترو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وړاندیز د هغه له اقداماتو سره په تضاد کې دی.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل، چمتو دی چې له قید او شرط پرته د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره هر وخت وګوري.

د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ټرامپ

د فارس خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند بهرام قاسمي له خولې ویلي:

"بندیزونه او فشار له ډیالوګ سره په تضاد کې دي."

قاسمي زیاته کړې، ټرمپ څنګه کولای شي د ایران ولس ته ثابته کړي چې د هغه د تېرې ورځې څرګندونې د خبرو لپاره د نوموړي رښتینې اراده ښيي او د شهرت ترلاسه کولو لپاره‌یې نه‌دي کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي

​تر دې مخکې د بهرنیو اړیکو لپاره د ایران ستراتېژیکي شورا مشر کمال خرازي ویلي وو، د امریکا سره په خبرو اترو کې د ایران خرابو تجربو ته په پام د "ټرمپ وړاندیز هېڅ ارزښت نه‌لري."

د خرازي په وینا امریکايي چارواکو پخواني تعهدات مات کړي دي.

د فارس خبري اژانس د ایران د کورنیو چارو د وزیر عبدالرضا رحماني فضلي له خولې هم ویلي چې د امریکا متحده ایالات د باور وړ نه‌دي.

حامد ابوطالبي​: د ایران د ولس حقونو ته درناوی، د دښمنۍ کمول او بېرته اټمي تړون کې شاملېدل به د خبرو اترو لاره هواره کړي.

​د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د دوشنبې په ورځ د ایټالیا د صدراعظم سره په یو شریک خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، زه هر چا سره لیدنې ته تیار یم زه په لیدنو باور لرم.

کله چې له ولسمشر ټرمپ وپوښتل شول چې ایا د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د لیدو لپاره کوم مخکې له مخکې شرط لري، نوموړي وویل:

"زه چمتو یم چې هر وخت دوی غواړي ورسره وګورم. زه دا د قوت او یا کمزورۍ له لیدلوري نه‌کوم. هېڅ ډول مخکې له مخکې شرط نه‌شته. که دوی غواړي وګوري زه ورسره ګورم هره کله چې دوی غواړي."

که چېرې دا لیدنه وشي، دا به په ایران کې د اسلامي انقلاب مخکې دورې د ۱۹۷۹ میلادی کال راوروسته لومړی ځل وي چې د ایران او امریکا مشران خپلو کې ګوري.

که چېرې دا لیدنه وشي، دا به د ۱۹۷۹ م کال راوروسته لومړی ځل وي چې د ایران او امریکا مشران خپلو کې ګوري.

​د ایران د ولسمشر حسن روحاني یو لوړپوړي سلاکار حامد ابوطالبي د سې شنبې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي:

"د ایران د ولس حقونو ته درناوی، د دښمنۍ کمول او بېرته اټمي تړون کې شاملېدل به د خبرو اترو لاره هواره کړي."

د ایران دولتي رسنیو د دې هېواد د پارلمان د مرستیال علي مطهري له خولې ویلي، وروسته له هغې چې امریکا د ایران سره له اټمي تړون ووتله، د دې معنی دا ده چې له امریکایانو سره خبرې به سپکاوی وي.

نوموړي ویلي که چېرې ټرمپ له اټمي تړون نه‌وی وتلی او پر ایران‌یې بندیزونه نه‌وی لګولي، نو له امریکا سره خبرو کې هېڅ ستونزه نه‌وه.

XS
SM
MD
LG