د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۳

د افغانستان په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو اندونه


د کابل ورځپاڼو نن خپلی اکثره لیکنې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو او په پاکستان کې په وروستیو انتخاباتو کې د تحریک انصاف د مشر بریا او پر افغانستان یې اغېزو ته ځانګړې کړي دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ لیدنې ته په اشارې لیکلي دي چې په عربي نړۍ کې د افغانستان د سولې او د امریکا د راتلونکې په تړاو خبرې پیل شوې دي.

ورځپاڼې دا خبرې د نوې لوبې یوه برخه بللې چې نوښت یې د امریکا په لاس کې دی او فکر کېږي چې د ولسمشر اشرف غني حکومت دا موضوع له امریکایانو سره یوځای پرمخ وړي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د ولسمشر اشرف غني پلان او هیله داده چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ پیل شوې لومړنۍ خبرې د جمهوري ریاست له راتلونکو انتخاباتو مخکې یوه نتیجه ولري او په نوي حکومت کې طالبان د نظام په دننه کې وویني.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو بېلابېلو اړخونو ته کتنه کړې او لیکلي یې دي چې بې له شکه د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې سولې ته هیلې زیاتوي، ځکه له امریکا سره خبرې کول، د طالبانو غوښتنه وه.

د ورځپاڼې په وینا، اوس د داسې خبرو د پیل امکان موجود دی چې سولې ته د رسېدو لپاره پرې حساب کېدای شي او دی ته په کتو پکار ده چې د دې خبرو ملاتړ او په دواړو لوریو فشار راوستلی شي چې په دې برخه کې مهم ګامونه پورته کړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې که څه هم افغان دولت په هېواد کې دننه او بهر د سولې لپاره منظم پروګرامونه پلي کړي او نړیواله اجماع یې رامنځته کړې ده، خو د ورځپاڼې په وینا، په کور دننه لا هم د سولې په وړاندې جدي خنډونه موجود دي.

ورځپاڼه لیکي چې افغان حکومت غیر مسؤله وسله والو او زورواکانو ته چې د سولې د هڅو د ننګولو ترڅنګ، د انتخاباتو او د عامه خلکو د ورځني ژوند پر وړاندی هم خنډونه جوړوي، متوجې شوی او افغان امنیتي ځواکونو د ولسمشر د یوه حکم پر بنسټ د دغو غیر مسؤلو وسله والو ډلو قوماندانان نیولي دي چې یو یې هم د جنرال دوستم پوځي استازی نظام الدین قیصاري دی.

په پاکستان کې په پارلماني انتخاباتو کې د تحریک انصاف بریا او پر افغانستان د عمران خان د صدراعظم کېدو اغېزی بله مهمه مسئله ده چې د کابل ځینو ورځپاڼو راخيستې ده.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې عمران خان له انتخاباتو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې تر ډېره د پاکستان پر بهرني سیاست خبرې وکړې.

ویسا د پاکستان د ټایمز ورځپاڼې د یوه راپور په استناد لیکلي دي چې لږ تر لږه د هند او افغانستان په اړه د پاکستان تګلارې د پوځ په لاس کې دي چې پکې کوم بدلون نشي راتلای.

ویسا همداراز د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په حواله لیکلي دي چې د پاکستان نوی صدراعظم عمران خان به د طالبانو پلوي او د دغه هېواد د پوځ د لاس اله وي.

هیرټ آف اشیا:

هیرټ آف اشیا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې له افغانستان سره د پاکستان اکثره ژمنې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې دي چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ښه والی نه دی راغلی.

خو ورځپاڼې لیکلي دي، که د عمران خان حکومت له افغانستان سره د پاکستان ژمنیې عملي کړي، نو په حالاتو کې به ښه والی راشي، خو که د افغانستان په اړه د پاکستان بهرنی سیاست بیا هم ددغه هېواد پوځ ته وسپارل کېږي، نو حالات به لا پېچلي شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې هم د افغانستان په وړاندې د پاکستان دوه مخي سیاستونو ته کتنه کړې او لیکلي یې دي چې تېرو تجربو ته په کتو، د عمران خان په خبرو باور کول هم ګران بریښي.

ورځپاڼه لیکي چې نړیوالو څېړونکو ویلي دي چې په تېرو څو لسیزو کې د پاکستان په حکومت کې د مشرانو د بدلون له پلوه زیات بدلونونه رامنځته شوي دي، خو کله یې هم په بهرني سیاست کې بدلون نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG