د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۲

دنیا: د احزابو وړاندیزونو ته نه‌پاملرنه انتخابات د بحران پر لور وړي


د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو تر څنګ د راتلونکو انتخاباتو او د سولې په مسئله مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي چې د احزابو وړاندیزونو ته نه‌پاملرنه انتخابات د بحران پر لور وړي.

د مطلب لیکوال د افغانستان د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له قوله لیکلي دي چې د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د سیاسي احزابو وړاندیزونو ته له پاملرنې پرته د انتخاباتو ترسره کول به ستونزمن وي.

د مطلب په دوام لیکل شوي چې د کاغذي تذکرو له مخې د انتخاباتو ترسره کول به د ۲۰۱۴ میلادي کال د انتخاباتو تکرار وي.

په مطلب کې همدا شان لیکل شوي چې له درغلیو ډک انتخابات نه‌یوازې د افغانستان ستونزې نه‌شي حلولای، بلکې په‎دې هېواد کې نورې ستونزې زېږولای شي.

  • کابل اوونیزه

د کابل اوونیزه هم په خپله سرمقاله کې د انتخاباتو مسئلې ته تم شوې ده.

دغې اوونیزې لیکلي دي چې په وروستیو کې د ملي یووالي حکومت د انتخاباتو له کمېسیونه غوښتي دي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.

د سرمقالې په دوام د جمهوري ریاست د خبرپاڼې په حواله لیکل شوي چې د ملي یووالي حکومت مشرانو د انتخاباتو له کمېسیونه غواړي چې د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې د پروسې د څرنګوالي په اړه خلکو ته ډاډ ورکړي او همدا شان په انتخاباتو د سیاسي احزابو، مدني بنسټونو او نړیوالو او ملي څارونکو ته د نظارت زمینه برابره کړي.

د سرمقالې د لیکوال په باور د افغانستان اوسني سیاسي وضعیت ته په کتو فکر کېږي چې حکومت نه‌غواړي د ولسي جرګې انتخابات ترسره شي او اټکل کېږي چې حکومت هڅه کوي د جمهوري ریاست او ولسي جرګې انتخابات یوځای ترسره کړي.

  • ماندګار

ماندګار ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې د سولې روانې پروسې ته اشاره کړې او لیکلي دي چې امریکا له وسله‎والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې افغان حکومت منزوي کړی دی.

په مطلب کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د یوه غړي له قوله لیکل شوي چې له وسله‎والو طالبانو سره د سولې بحث د امریکا له لوري پرمخ وړل کېږي او افغان حکومت حتی په‎دې مسئله کې د یو څارونکي رول هم نه‎لري.

په مطلب کې د همدې سرچینې له قوله لیکل شوي چې ټاکل شوې وه، د سولې بحث د افغان حکومت په مشرۍ مخته لاړ شي او امریکا به د افغان حکومت په حضور کې له طالبانو سره خبرې کوي، خو د دغې سرچینې په وینا چې اوس دغسې نه‎ده.

ورځپاڼې د یادې سرچینې په حواله دا هم لیکلي چې د وسله‎والو طالبانو او امریکا ترمنځ دغه لیدنه به افغان حکومت ته ځورونکې وي، خو د دغې سرچینې په وینا چې په حکومت کې هېڅ‌څوک په‎دې اړه اعتراض نه‎لري.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې هم د سولې په برخه کې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د امریکا د نظامي چارواکو مرستې او ژمنې له وسله‎والو طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیلېدو په برخه کې مهمې دي.

ورځپاڼې د سیاسي کارپوهانو له قوله لیکلي دي چې د سولې بین‌الافغاني خبرو اترو په برخه کې باید امریکا زمینه‌سازي وکړي.

XS
SM
MD
LG