خبرونه
ټرمپ واشنګټن ته د روسیې د ولسمشر د بلنې سپارښتنه کړې

سپینه ماڼۍ وایې د امریکا ولسمشر واشنګټن ته د روسیې د ولسمشر د بلني سپارښتنه کړې ده .
د سپینې ماڼۍ ویاندې د پنجشنبه په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ چارواکو ته سپارښته کړې چې ولادیمیر پوتین په مني کې واشنګټن ته ور وبولي .
سارا ساندرز ویلي ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن څخه غوښتي چې دا کار وکړي . ساندرز زیاتوي پدې اړه بحثونه روان دي.
د همدې ورځي په سر کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تمه لري له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره دوهمه لیدنه هم وکړي څو د لومړنۍ لیدنې پر مهال د ځینو نظریو د بشپړیدو لپاره کار پیل کړي ، خو په دې اړه یې نور جزییات ندي ورکړي.
ولسمشر ټرمپ وایې پدې کې د تروریزم مخنیوی ، د اسرائیل لپاره امنیت ، د اټومي وسلې اړوند موضوعات شامل دي.
ولسمشر ټرمپ دغه راز د پروپاګند ، سایبر یا انټرنټي بریدونو ، سوداګرۍ ، اوکرایین ، د منځني ختیځ سوله ، شمالي کوریا او داسي نورو مواردو ته هم اشاره کړې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو پر ایران د امریکا برید غندلی دی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د امریکا برید غندلی.
د دې وزارت د ویاند قهار بلخي پر ایکس پاڼې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، "د امریکا دغه ډول بریدونه په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کوي".
په اعلامیه وړاندې پر دواړو خواوو غږ شوی چې د ستونزې د حل په موخه دپیلوماسۍ ته مخه کړي.
امریکا نن یکشنبې په ایران درې لوی اټومي تاسیسات په نښه کړل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا بریدونه بریالي وبلل او ایران ته د سولې د وړاندیز ترڅنګ وویل، "که سوله نه کوئ، د نورو بریدونو لپاره ځان چمتو کړئ".
ایران دې بریدونو ته تند غبرګون ښکاره کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د دغو بریدونو د عواقبو مسولیت امریکا ته ورګرځي.
د بښنې نړیوال سازمان؛ طالبانو یو افغان فلم جوړونکی له زندانه خوشې کړی دی

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د سید رحیم سعیدي په نوم افغان فلم جوړونکی د طالبانو له بنده ازاد شوی دی.
د دغه سازمان د اسیا برخې نن یکشنبې پر خپل ټویټر ویلي، سعیدي له ۱۱میاشتنې بند وروسته ازاد شوی دی.
د دې سازمان په ټکو، هغه د بیان ازادۍ له حق څخه د ګټې اخیستي په خاطر زنداني شوی و.
سعیدي د تیرکال په سرطان میاشت کې د طالبانو د نظام خلاف د تبلغ په تور زنداني شوی و.
د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.
برټیانیا؛ د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه په سیمه کې د اټومي وسلو ګواښ راکموي

برتیانیا وايي، د ایران پر اټومي تاسیساتو په بریدونو کې ښکیله نه وه.
د برټیانیا د سوداګرۍ وزیر نن یکشنبې اعلان کړی چې امریکا د ایران پر اټومي تاسیساتو په بریدونو کې له برټیانیايې مرسته نه ده غوښتنې.
جاناتان رینولدز ویلي، "برټیانیايې سیمه ته خپلې پوځي تجهیزات انتقال کړي او د اړتیا په صورت کې به له خپلو متحدانو سره یو ځای "لازم اقدامات" او دفاع وکړي.
رینولدز ویلي، برټیانیا که څه هم په برخه کې برخه نه لرله، خو د امریکا له دې اقدامه خبره وه.
د برټیانیایې صداعظم کیرا ستامیر وايي، د ایران پر تاسیساتو د امریکا بریدونه په سیمه کې د "اټومي وسلو ګواښ" کمولو کې مرسته کوي.
عراقچي اروپايي ټولنې ته؛ ایران څنګه هغوو مذاکراتو ته راستون شي چې ترې وتلی نه و

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اروپايي ټولنې د هغې غوښتنې په ځواب کې چې وايي، "ایران دې د اټومي پروګرام مذاکرتو ته ستون شي" وویل، "څنګه امکان لري ایران هغوو مذکراتو ته راستون شي چې ترې وتلی نه و".
د عراقچي په ټکو، "دا د اسراییلو پریکړه وه چې ډپیلوماسي له منځه یوسي".
د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې، عراقچي وړاندې ویلي،" ایران له اروپايي ټولنې سره د خبرو په حال کې و، چې ټرمپ پر اټومي تاسیساتو بریدونه کړل".
امریکا نن یکشنبې د ایران پر دریو اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل، له برید وروسته ولسمشر ټرمپ د امریکا ملت ته به خبرو کې وویل، "ایران دې د اټومي پروګرام په اړه د سولې مذاکراتو ته راوګرځي یا دې نورو بریدونو ته ځان اماده کړي".
ایران بیا امریکا او اسراییلو ته خبرداری ورکړی چې د دې بریدونو غچ به اخلي.
تهران؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د اټومي انرژۍ نړیوال اداره دې پر ایران د امریکا د بریدونو په اړه اضطراري ناستې وکړي

د ایرن د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اضطراري ناستې غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت پر خپلې ویب پاڼې نن یکشنبې د یو بیان په خپرولو سره ویلي، "امریکا پر ایران په بریدونو سره په ښکاره ډول د ملګرو ملتونو د منشور له بنسټیز اصولو سرغړونه" کړې ده.
د بیان له مخې، د امریکا دغو بریدونو د ملګرو ملتونو "۲۲۳۱پریکړه لیک چې په رسمي ډول د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د اټومي پروګرام تایید کوي نقض" کړی دی.
تهران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ناستې سربیره، د اټومي انرژۍ د نړیوال ادارې د عاجلې ناستې غوښتنه هم کړې او پر دې ادارې يې غږ کړی چې پر ایران د امریکا د بریدونو په اړه دې "خپل قانوني مسولیت" پر ځای کړي.
بل پلو، پر اسراییلو د ایران د نن سهار په بریدونو کې ۱۸کسان ټپیان شوي دي.
د اسراییلو مرستنیدویه ادارې اعلان کړی چې د ایران د تازه بریدونو له کبله په پلازمینه تل ابیب او حیفا ښارونو کې ۱۸کسان ټپیان شوي او د دوو پناه ځایونو په ګډون ډیرې ودانۍ ویجاړې شوي دي.
امریکا نن یکشنبې د ایران په دریو لویو اټومي تاسیساتو د اسراییلو په مرسته بریدونه وکړل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له سوریایي او ازبکستاني سیال سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د سوریې او ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په جلا جلا کتنو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه لیده کاته په ستانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۱مې غونډې څنډه کې شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې متقي له خپل سوریایي سیال اسد حسن شیبانی سره د تاریخي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
متقي له ازبکستاني سیال بختیار سعیدوف سره پر اقتصادي، ترانزیتي او سوداګریزو اړیکو خبرې کړي دي.
د سیمې او ګاونډ هېوادونه طالبانو سره تعامل لري، خو تراوسه یې د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.
بلاروس ۱۴ زندانیان ازاد کړي، د ازادۍ راډیو پخوانی خبریال هم په کې دی

بلاروس د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د پخواني خبریال ایهار کراني په ګډون ۱۴ زندانیان ازاد کړي دي.
د ازادۍ راډیو د بلاروسي څانګې دغه پخوانی خبریال ۲۰۲۳ کال کې نیول شوی و چې لامل یې سیاسي انګیزه بلل شوې ده.
د زندانیانو د خوشې کېدو دغه معامله د لتوانیا د حکومت په همکارۍ ترسره شوې ده.
د ازادۍ راډیو مشر سټیفن کاپوس د کراني د خوشې کيدو هرکلی کړی او دې چاره کې یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هڅو ستاینه کړې.
کاپوس د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر، د لیتوانیا له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه هم د زنداني خبریالانو د ملاتړ په پار مننه کړې ده.
یو بل را خوشې شوی زنداني د بلاروس د سیاسی مخالفینو یو نوماند سیارهي تیخانوفسکي دی.
تیخانوفسکي ۲۰۲۰ کال کې هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې د بلاروس د واکمن په وړاندې ټاکنیزه مبارزه وکړي.
په بلاروس کې هغه مهال ګڼ شمېر کسان ونیول شول چې ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې د دغه هېواد د ځواکمن الکساندر لوکاشینکا د بریا په ضد اعتراضونه وشول.
افغان فوټبالره نادیه ندیم د ډنمارک ملي لوبډلې ته ستنیږي

هغه د ۱۸ میاشتو غیر حاضرۍ وروسته د ۲۰۲۵ کال د اروپا اتلولۍ کې د ډنمارک لپاره بیا لوبې کولو ته چمتو ده.
د ۲۰۲۵ کال د اروپا د ښځو اتلولۍ د جولای په دویمه نیټه په سویس کې پیلیږي.
د ډنمارک د ښځو روزونکې اندري جیګلیټز ویلي نادیه ندیم داسې لوبغاړې ده چې کولی شي د لوبې رُخ بدل کړي.
۳۷ کلنه نادیه ندیم چې د مسلکي فوټبالرې سربیره ډاکټره هم ده، په ۱۲ کلنۍ کې له افغانستانه وتلې.
هغې مخکې په انګلستان کې د مانچسټر سیټي، په فرانسه کې د پاریسنټ ژرمن او په ایټالیا کې د AC میلان لپاره لوبې کړې دي.
د ایران د قُدس ځواکونو د فلسطین څانګې مشر وژل شوی

پر ایران د اسراییلو په تازه بریدونو کې یو بل لوړپوړی قومندان وژل شوی.
د اسراییلو پوځ ویلي چې د قدس ځواکونو د فلسطین څانګې مشر او د ابوجهاد د بهرنیو عملیاتو قومندان محمد سعید ایزدي یې په قم ښار کې په یوه برید کې وژلی دی.
په قم کې یو بل کس هم وژل شوی چې ایراني رسنیو یو شپاړس کلن ځوان احسان قاسمي بللی.
نن اسراییلو پر اصفهان کې هسته يي سایټونه دوه واره هدف ګرځولي.
د ایران او اسراییلو د بریدونو نهمه ورځ ده.
دواړه خواوو پر یو بل بریدونو ته دوام ورکړی او ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
اسراییلو لسګونه ایراني لوړپوړي قومندانان او جنرالان وژلي چې پرون یې هم د ایران د سپاه د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو قومندان امین پورجودکي په اهواز کې وژلی دی.
د ایران جګړې ته اندیښنو؛ طالبان اړ ایستي چې له روسیې خوراکي مواد وپلوري

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر وایي، له روسیې سره د ځینو خوراکي موادو د واردولو په اړه خبرې روانې دي، ځکه چې د ایران جګړې ته اندیښنې شته.
عطا الله عمري رویټرز اژانس ته د جمعې په ورځ په سنټ پیترز بورګ کې د روسیې د اقتصادي غونډې ترڅنګ وویل، موږ په یو شمیر داسې خوراکي موادو تکیه کوو چې له ایران څخه واردیږي او که چیرته هلته ستونزې پيدا شي نو بې له شکه پر افغانستان به اغیزې وکړي.
عمري زیاته کړه چې له روسیې څخه غنم غواړو.
د عمري په مشرۍ د طالبانو پلاوی څلور ورځې مخکې کې د روسی په نړیوال اقتصادي کنفرانس کې د ګډون لپاره سنت پیترز بورګ ته ولاړ. په دې نړیوال کنفرانس کې چې نن پای ته رسیږي؛ د نړۍ د شاوخوا یوسل او څلویښت هیوادونو استازیو برخه اخیستې ده.