د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۶

خبرونه

په افغانستان کې د خبریالانو سره تشدد شل په سلو کې زیات شوی

صدیق الله توحیدی
صدیق الله توحیدی

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي چې د روان میلادي کال لومړۍ شپږ میاشتې د خبریالانو لپاره خورا خونړۍ وې.

د روان کال له پیله تر دې دمه په افغانستان کې د ازادي راډیو د دریو خبریالانو سباوون کاکړ، عباداله حنانزي او فرشتې محرم درانۍ په ګډون یولس خبریالان وژل شوې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې یوه مسوول صدیق اله توحیدي پرون په مزارشریف کې وویل چې روان کال د تیرکال شپږو میاشتو په پرتله له خبریالانو سره تشدد شل په سلو کې زیات شوی:

« د خبریالانو وژل او په مرګ د هغوی ګواښل د ترهګرو ډلو له لورې په ځانګړي ډول د داعش او طالبانو له خوا شوې دي. د حکومت او امنیتي ادارو مربوط کسان په دوهمه کچه کې راځي دوی د زورزیاتي او ګواښ د شپږ دیرش قضیو مسووله دي. دا تهدید وهل ډبول ، لفظي ګواښ او داسې نور موارد دي»

داسې اندیښنې شته چې د ولسې جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو له رانژدې کیدو سره ښایي زورواکي په ولایتونو کې نور هم پر خبریالانو فشار زیات کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان په څو ولایتونو کې د سیلونو وړاندوینه شوې

د هوا پېژندنې ادارې د نن لپاره د هېواد په ځینو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د هواپېژندنې ادارې پر اساس خبر ورکړی چې نن سې‌شنبې د ننګرهار، کاپیسا، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو په ځینو سیمو کې د بارانونو او واورو د اورېدو امکان شته.

وزارت د کوزنیو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې د سېلونو او اوبو د کچې د لوړېدو پرمهال دې د سیندونو غاړو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې بیا بیا له طبیعي پېښو په تېره بیا سیلونو سره مخامخ کېږي.

د چاپریال ساتنې متخصصان وايي، افغانستان یو له څو هیوادونو څخه دی چې له اقلیمي بدلون څخه ډېر اغېزمن شوی دی.

د یونان ساحل ساتونکو یو شمېر پناه غوښتونکي وژغورل

د یونان ساحل ساتونکو کریت ټاپو ته څېرمه ۷۴ کډوال وژغورل.

دا د هغو سلګونو کسانو یوه برخه ده چې د تېرې اوونۍ په پای کې دغه ټاپو ته رسېدلي دي.

د یوناني رسنیو د پروني راپور له مخې، قاچاقبرانو له شمالي افریقا څخه د مدیترانې په اوږدې لارې دا کسان یونان ته رسولي دي.

د راپورونو له مخې، ژغورل شوي کسان کالي لیمینیس بندر ته یووړل شول.

د لومړنیو راپورونو له مخې، د ژغورل شوو کسانو روغتیايي وضعیت ښه بلل شوی.

یوناني چارواکي وایي، نژدې ۳۰۰ کډوال د اوونۍ په پای کې کریت ته رسېدلي دي. دوی وايي، دا ښيي چې د لیبیا په څېر له هېوادونو څخه د انسانانو قاچاق لا هم دوام لري، سره له دې چې له لیبیايي چارواکو سره ډیپلوماتیک تماسونه روان دي او پر هغو فشار راوړل کېږي چې د خپلو کډوالو مخه ونیسي.

شپږیزه: نن هم دوې سیالۍ کېږي

د افغانستان د کرکټ د شپږیزې لیګ د لسم پړاو لوبو په دوام کې نن په لومړۍ مسابقه کې سپینغر او بندامیر لوبډلې له یو بل سره مخامخ کېږي.

دا لوبه د سهار په نهو بجو د کابل د کرکټ په لوبغالي کې ترسره کېږي.

ورپسې د ماسپښین په دوه بجې مس عینک او امو د سیالۍ ډګر ته راوځي.

پرون مس عینک، بُست لوبډلې ته په اتلس منډو ماته ورکړه.

د شپږیزې لیګ د جولای په ۱۹مه پیل شو او د اګست تر لومړۍ نیټې دوام کوي او هره ورځ دوې لوبې پکې کیږي.

ایران وايي، افغانستان ته یې د عراق د اومو تېلو د صادرولو اسانتیا برابره کړې

یو ایرانی چارواکی وايي چې د دغه هیواد له لارې د عراق د کردستان د کورواکې سیمې اومه تېل افغانستان ته صادریږي.

د ایران د لویو لارو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال او د رېلګاډي ادارې اجرايي رییس جبار علي زاکري پرون په تهران کې یوې غونډې ته وویل، ایران د افغانستان او عراق ترمنځ د تېلو د سوداګرۍ لپاره ترانسپورتي اسانتیا رامنځته کړې او د خپل هیواد د رېلګاډي شبکې ته یې تر اوسه ۱۰۰ ټانکر واګونونه ور زیات کړي، څو دغه ترانزیتي بهیر پیاوړی کړي.

هغه هیله وښوده چې له دې وروسته هره میاشت له شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ واګونونه نور هم دې شبکې ته ور زیات شي.

فلیپو ګراندي: د راستنو شویو ستونزو ته باید خوندي او باعزته حل لارې وموندل شي

له ایرانه ایستل شوي کډوال، ارشیف
له ایرانه ایستل شوي کډوال، ارشیف

د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمشنر فلیپو ګراندي وایي، د طالبانو د حکومت له مشرتابه سره یې د ستنو شویو کډوالو پر بیړني حالت خبرې کړې دي.

ګراندي چې له څو ورځو راهیسې په کابل کې دی نن پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي، د راستنیوشویو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ستونزو ته خوندي او باعزته رسیدنه یې د بحثونو یوه برخه وه.

هغه ویلي، داسې مهال چې افغانستان له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ دی، دغه هېواد نورو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمشنر داسې مهال د افغانستان په سفر بوخت دی چې دغه هېواد ته په تیرو اونیو کې لسګونه زره کډوال له ایرانه ایستل شوي او سختو شرایطو کې ژوند کوي.

په اورکزیو کې د پاکستان ۸ ملیشه سرتیري وژل شوي دي

ارشیف
ارشیف

د پاکستان لږ تر لږه ۸ ملیشه سرتیري د وزیرستان په اورکزي ولسوالۍ کې له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

ځایي سرچینو نن دوشنبه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې نښته د همدې ملیشو پر کاروان پيل شوه او څو ساعته یې دوام وکړ.

خبر کې راغلي چې ۴ تنه وسله وال مخالفان هم وژل شوي دي.

له افغانستان سره پر پوله قبایلي سیمو کې په دې وروستیو کې دغه ډول پیښې زیاتې شوې دي.

جمعیت ګوند ادعا کوي چې طالبانو یې یو پخوانی قومندان محب الله بندري وژلی دی

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د یوې څانګې مشر او د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور ادعا کوي چې طالبانو یې د ګوند یو پخوانی قومندان وژلی دی.

ښاغلي نور د یکشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر وژل شوی کس محب الله میرزاد بندري یاد کړی دی.

بندري څه باندې درې کاله مخکې د طالبانو د ځانګړي کمیسیون په بلنه له ایرانه وطن ته ستون شوی و.

ځینو نورو رسنیو هم د هغه د وژنې راپورونه ورکړي او ویلې یې دي چې بندري د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند یو قومندان و.

طالبانو لا تر اوسه د دغې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې.

ازادي راډيو هم په خپلواک ډول دغه ډول خبرونه نه شي تاییدولی.

حقاني او نقوي د افغان کډوالو او بندیانو پر وضعیت خبرې کړي

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له خپل پاکستاني سیال سید محسن نقوي څخه غوښتي چې افغان کډوالو او بندیانو سره ښه چلند وکړي.

حقاني او نقوي پرون یکشنبه کابل کې سره کتلي دي او د اړیکو، باور او اعتما فضا په رامنځته کولو یې ټینګار کړی.

که څه هم پاکستان تل د طالبانو حکومت تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي، خو دا چې دغه خبره هم ملاقات کې یاده شوې او که نه، د طالبانو خبرپاڼه کې ورته اشاره نه ده شوې.

نقوي وروسته تر هغه کابل ته سفر کوي چې ویلې یې دي، پاکستان کې د ( پي.او.ار) کارت لرونکو افغانانو د اقامې موده نه تمدیدوي.

پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې هلته پر افغان کډوالو شرایط سخت کړي او لسګونه زره یې اخراج کړي دي.

بلوچستان کې د( پت په نوم وژنې) په تور ۱۲ تنه نیول شوي

ارشیف
ارشیف

د پاکستان پولیسو نن دوشنبه ( د چنګاښ ۳۰مه) ویلي، له ۱۲ زیات کسان یې په بلوچستان کې د" ناموسي وژنې" د یوې ویډیو له خپریدو وروسته نیولي دي.

د دغې وژنې قربانیان " بانو بي بي " او " احسان الله" بلل شوي چې تیره میاشت له تیښتې وروسته نیول شوي او په ډزو وژل شوي دي.

د دغې وژنې ویډیو تازه ټولنیزو رسنیو ته راوتلې چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.

په نیول شویو کسانو کې د نجلۍ هغه سپین ږیری خپلوان شامل دی چې په یوه قومي جرګه کې یې د دغې سارایي محکمې پریکړه کړې ده.

د بلوچستان ایالتي حکومت دا یو "بوږنونکی" جنایت بللی او د ترهګرۍ د تور قضیه یې ورته پرانستې ده.

د پاکستان په لرې پرتو سیمو کې وخت نا وخت د پت په نوم دغسې تاوتریخوالي کیږي.

ټرمپ په ابوظبۍ کې بې برخه لیکه افغانانو سره د مرستې ژمنه کړې، خو دا ژمنه له وخته (تیره) ده

ارشیف
ارشیف

که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده عربي امارتو ته تخلیه شويو افغانانو سره به مرسته کوي، خو یوشمېر دغه افغانان بیرته افغانستان ته لیږل شوي دي.

ټرمپ پرون پر خپله ټولنیزه پاڼه سوشل تروټ دا خبره وکړه.

رویټرز نن دوشنبه ( د چنګاښ ۳۰مه) د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د یوه اطلاعاتي سیستم په حواله ویلي، یوشمېر افغانان د ابوظبۍ له کمپه بیرته افغانستان ته لیږل شوي او ځینو نورو ته هم دا ژمنه له وخته تېره ده.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ را وروسته شاوخوا ۱۷ زره افغانان متحده عربي اماراتو او بیا له هغه ځایه امریکا ته لیږدول شوي، خو شاوخوا ۳۰ تنه د اماراتو په یوه کمپ کې بې برخه لیکه پراته وو.

د رویټرز معلومات ښيي چې د دغو دیرش تنو له ډلې دوه کورنۍ د جولای په سر کې بیرته افغانستان ته لېږدول شوي او متحده عربي اماراتو یې معلومات امریکایي لوري ته ورکړي دي.

د همدې پلان له مخې ټاکل شوې وه پرون یکشنبه ۲۵ تنه نور افغانان هم له اماراتو افغانستان ته ولېږدول شي، خو رویټرز وایي، دا چې دا کار به شوي وي که نه، معلومات نه دي ورکړل شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG