افغانستان
مسؤلین: په کندهار کې د شاتو تولید زیات شوی

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي چې په دې ولایت کې د شاتو تولید زیات شوی دی.
د دې ریاست د ترویج مدیر محمدالله نوري وايي چې په وروستیو څلورو کلونو کې په دې ولایت کې د شاتو د مچیو ۵۲ فارمونه جوړ شوي چې له املهيې هر کال زرګونه کیلو شات تولیدېږي.
د ښاغلي نوري په وینا، د روان کال له پیله تر دې دمه ۱۸ زره کیلو شات تولید شوي او تمه ده چې دا تولید د کال تر پای ۶۰ زره کېلو ګرامو ته ورسېږي.
ویل کېږي چې په دې ولایت کې نږدې ۱۵۰ سوداګر د شاتو د مچیو په روزنه بوخت دي.
په همدې حال کې په دې ولایت کې یو شمېر شات پلورونکو ویلي چې په کندهار کې شات ښه بازار لري چې د نورو ولایتونو تر څنګ یو شمېر هېوادونو ته هم صادرېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو د هغو دوو برتانوي وګړو نیول تایید کړي دي چې عمرونه یې شاوخوا اویا کاله دي

طالبانو تایید کړې چې دوه برتانوي وګړي چې عمرونه یې شاوخوا اویا کاله دي، په افغانستان کې نیول شوي دي.
د پیټر او باربي رینولډس د کورنۍ غړو مخکې د طالبانو له بنده د هغو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه. دوی ویلي وو چې پلار او مور یې د طالبانو د لومړۍ واکمنې له نسکورېدو وروسته د اتلسو کلونو لپاره په افغانستان کې اوسېدلي وو.
اسوشیتیدپریس خبري آژانس راپور ورکوي چې پیټر او مېرمنې یې په افغانستان کې د ریبیلډ په نوم یوه ټولنه لرله چې سوداګرو، دولتي او نادولتي موسسو او تعلیمي ادارو ته یې تعلیمي او روزنیز پروګرامونه برابرول.
د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي بي سي ته ویلي دي چې د دې دوو برتانوي وګړو په اړه غور روان دی او د امکان په صورت کې به ژرترژره خوشې شي.
د طالبانو د زندانونو د چارو د سمون ادارې د روان کال په لړم میاشت کې ویلي و، چې د افغانستان په زندانونو کې دا مهال د ګاونډیو هېوادونو د وګړو په ګډون ۱۵۰ بهرني زندانیان شته.
د سالنګ لویه لاره موقتا د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو پرمخ بنده شوه

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لاره د واورو د ورېدو او د لید د ساحې د لنډېدو له کبله د ټولو مسافروړونکو او باروړونکو موټر پرمخ موقتا بنده شوې ده.
د دې وزارت ویاند محمداشرف حقشناس پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا لویه لاره نن سه شنبې (د کب ۷مه) د نیمې شپې په دوو بجو بنده شوه. نوموړی وايي چې د هوا له له ښه کېدو او د توفان له ختمېدو وروسته به په واورو پوښلې سیمې وتوږل شي او لاره به خلاصه شي.
ښاغلی حقشناس له موټرچلوونکو او مسافرو غواړي چې تر بلې خبرتیا پورې پردې لاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
د سالنګ لویه لاره چې د هېواد د شمال ۹ ولایتونه له پلازمېنې سره نښلوي د ژمي په موسم کې د درنو واورو د ورېدو له کبله څوځلې بندېږي خو بېرته پرانیستل کېږي.
جاپان افغانستان ته له بېرته ستنو شویو سره ۶ میلیون ډالره مرسته وکړه

جاپان په افغانستان کې د زیانګالو خلکو د لاسنیوي لپاره ۶ میلیون ډالره مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) پرون (دوشنبې) وویل چې د جاپان له حکومت سره یې يوه موافقه لاسليک کړه چې هغو افغانانو ته د ژوند د ښه والي له پروګرامونو سره مرسته وکړي چې بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.
د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ په خپله ایکسباڼه کې لیکلي چې د موافقې له مخې د جاپان په دې شپږ ميليون ډالره مرسته به د وريښمو د توليد، د شنوخونو، او د لبنياتو د توليد په شان برخو کې د راستنو شویو افغان کډوالو ملاتړ وشي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ټينګار کوي چې دغه پروګرامونه خپل هیواد ته د بېرته راستنو شوو کسانو د پياوړتيا لپاره دي او هدف يې دا دی چې دوی ته دوامداره اقتصادي فرصتونه برابر شي.
ریچارډ بنیټ: د طالبانو پر وړاندي عملي اقدامات شوي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي، د طالبانو پر ضد عملي اقدامات شوي دي.
هغه چې نن (د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه) د هرات امنیتي ډیالوک په کنفرانس کې خبرې کولې وویل، د نړیوالې جنایي محکمې له خوا د طالبانو د مشر د نیول کېدو د فرمان د صادرېدو غوښتنه د هغو هلوځلو پایله ده چې افغان ښځو له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کړې دي.
بنیټ په دې غونډه کې د هغو افغان ښځو مبارزه د قدر وړ وبلله چې د افغانستان دننه يې د ښځو غږ پورته کړی دی.
ریچارډ بنیټ زیاته کړه، په افغانستان کې د اقلیمي بدلون تر ټولو ډېره قرباني افغان ښځې او ماشومان ورکوي.
د بنیټ په خبره، د هغه په خبره، په افغانستان کې د اقلیمي بدلون ریښه په تیره پنځلس کلنه جکړه کې ده، او ټول هغه هېوادونه چې په دې جګړه کې ښکیل ول، باید د افغانستان پر وړاندي مسولیت ومني او له افغانانو سره مرسته وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت: متحدو ایالتونو ته د افغانانو د لېږد راتلونکی پلان ارزوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند امریکا غږ ته ویلي، دوی په دغه هېواد کې د افغانانو د بیا میشتیدنې راتلونکی پلان ارزوي.
دغه ویاند چې امریکا غږ یې نوم نه دی خپور کړی زیاته کړې چې دوی د هغه همغږي کوونکي دفتر پر راتلونکې هم فکر کوي چې امریکا ته د افغانانو د لېږلو چارې مخته وړي.
دغه چارواکي زیاته کړې چې د یاد د فتر د تړلو پریکړه تراوسه نه ده شوې.
د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي د جزیاتو له ورکولو پرته ویلي، د افغانانو د بیا میشتیدنې لپاره د دوی " دوامداره ملاتړ" پر ځای دی او په خبره یې د هغو افغانانو د میشتیدو چارو ته دوام ورکوي چې له وړاندې یې بهرنیو هېوادونو کې غوښتنلیکونه مخته تللي.
دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې تېره اونۍ رویټرز راپور ورکړ چې امریکایي چارواکو د افغانانو د بیا میشتیدو دفتر ته ویلي چې د سږکال د اپریل تر پای پورې خپلې چارې په امریکا او نورو هېوادونو کې بندې کړي.
هغه مهال اندیښنه داوه چې دا پریکړه به د شاوخوا دوه لکه هغو افغانانو ژوند متاثره کړي چې امریکا ته د تللو قضیې یې تر کار لاندې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه برښنالیک کې امریکا غږ ته ویلي، دا مهال د یوشمېر پنا غوښتونکو د قبلولو بهیر د امنیتي اندیښنو له کبله ځنډول شوی دی.
افغانستان کې د یوې بریتانوۍ جوړې بې برخه لیکه حالت، کورنۍ یې ورته اندیښمنه ده

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د یوې توقیف شوې بریتانوۍ جوړې کورنۍ وایي، طالبان باید سملاسي دغه ښځه او خاوند چې د عمر په اویایمه لسیزه کې دي، خوشې کړي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د دغې جوړې د اولادونو په حواله ویلي چې مور او پلار یې د بریتانیا له حکومته غوښتي چې موضوع کې دخالت ونه کړي.
د اژانس په ټکو، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.
د پیټر او باربي رینولډز په نوم دغه جوړه چې ویل کیږي له تیرو اتلسو کلونو راهیسې یې افغانستان کې فعالیت کاوه، طالبانو په بامیان ولایت کې نیولې ده.
دغې جوړه افغانستان کې د ( Rebuild ) په نوم بنسټ اداره کاوه چې هدف یې د تعلیمي او روزنیزو پروګرامونو ملاتړ وو.
طالبانو تراوسه په رسمي ډول د دغې بریتانوۍ جوړې د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
د سنډې ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، ۷۹ کلن پیټر رینولډز، او د هغه مېرمن باربي، چې ۷۵ کلنه ده، د فبرورۍ په لومړۍ نېټه هغه مهال ونیول شول چې دوی په بامیان کې خپل کور ته روان ول.
ملا برادر وايي ازبکستان سره د حیرتان - هرات د رېل پټلۍ په اړه هوکړې ته رسېدلی

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي د حیرتان – هرات د رېل پټلۍ د رغولو په اړه له ازبکستان سره هوکړې ته رسېدلی دی. ملا برادر چې په دوه ورځني سفر ازبکستان ته تللی وو د یکشنبې په ورځ یې خبریالانو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکول.
ښاغلي برادر وویل د ازبکستان یو تخنیکي پلاوی د دې رېل پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لپاره چې لګښت یې هم ازبکستان ورکوي ژر افغانستان ته سفر کوي او د ارزونو تر بشپړېدو لس ورځې وروسته به عملي چارې پیل شي.
د حیرتان – مزارشریف ۷۵ کیلومتره رېل پټلۍ په ۲۰۱۰ کال کې د اسیايي بانک په تمویل بشپړه شوې او تجارتي اموال له منځنۍ اسیا او ازبکستانه افغانستان ته انتقالوي.
ازبکستان په ۲۰۱۸ کال کې هم لېوالتیا ښوولې وه چې د دې ۶۵۷ کیلومتره رېل پټلۍ د رغولو یوه برخه مصارف پرې کړي.
دا رېل پټلۍ به له څو ولایتونو تیریږي چې ورسره د سیمه ییز اتصال او رېلي انتقالاتو د زیاتېدو تمې کېږي.
طالبانو یوه بریتانیايي جوړه، چې د دواړو عمرونه تر ۷۰ کلونو زیات دي، نیولې

بریتانیايي رسنیو نن راپور ورکړ چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو یوه بریتانوي جوړه نیولې ده.
د سنډې ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، ۷۹ کلن پیټر رینولډز، او د هغه مېرمن باربي، چې ۷۵ کلنه ده، د فبرورۍ په لومړۍ نېټه هغه مهال ونیول شول چې دوی په بامیان کې خپل کور ته روان ول.
دې جوړې له ۱۸ کلونو راهیسي په افغانستان کې د زده کړو او د ماشومانو او میندو د ملاتړ په برخه کې کار کاوه.
سنډې ټایمز ورځپاڼه وايي، د دې جوړې لور سارا انټویسل ورته ویلي:« هغوی یوازې غوښتل دې هېواد ته خدمت وکړي ځکه چې مینه ورسره لری. »
تر اوسه څرګنده نه ده چې دا جوړه ولې نیول شوې.
د دوی کورنۍ دا پېښه تراوسه پورې نه وه څرګنده کړې.
له کندهاره د ۲۴۴ میلیون ډالرو وچه میوه بهر ته صادره شوې

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، سږ کال له دې ولایت څخه د ۲۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت وچه میوه بهر ته صادره شوې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، د دې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا ویلي، چې سږ کال ۶۲ زره او ۳۱۰ ټنه وچه میوه له کندهار څخه بهر ته صادره شوې ده.
د هغه په وینا، انځر، شکرپاره او میمز هغه وچه مېوه ده چې هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او امریکا ته صادره شوې ده.
وچه میوه د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه شمېرل کېږي، چې په بهرنیو بازارونو کې ښه ارزښت لري.
پاکستان وايي که درېیمګړی هیواد ژر افغان کډوال ورونه غواړي، له له خپلې خاورې به یې وباسي

پاکستان خبرداری ورکړی چې هغه په زرګونو افغان کډوال به چې په متحدو ایالاتونو کې د ځای پر ځای کیدو او بیا میشتیدنې په تمه په پاکستان کې انتظار باسي، بیرته افغانستان ته واستوي که چیرې د دوی قضیې رد شي یا په وخت ونه څیړل شي.
د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار دا خبرداری د ترکیې له TRT ټلویزني شبکې سره په مرکه کې چې پرون شنبې خپره شوه، ورکړ.
د دې مرکې په ځینو برخو کې چې په اسلام آباد کې د بهرنیو چارو وزارت خپرې کړې، ښاغلي ډار یادونه کړې چې متحده ایالاتو ژمنه کړې چې دغه افغانان به د روان کال تر سپتمبر میاشتې له پاکستان څخه وباسي.
هغه زیاته کړه که چیرې د هغو کډوالو پروسه چې دریم هیواد ورسره د منلو ژمنې کړي، بشپړه نه شي، یا یې قضیې رد شي، نو هغوی به د دوی لپاره په پاکستان کې غیرقانوني کډوال وي او دوی به مجبور شي چې دا ډول کډوال بیرته خپل اصلي هیواد ته چې افغانستان دی، واستوي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له دې سره سره لیوالتیا ښکاره کړه چې دا مسله به له واشنګټن سره د خبرو له لارې هواره کړي او زیاته یې کړه چې حکومت یې وضعیت اروزي او خبرې به وکړي.