د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۲

خبرونه

د ناټو امریکايي جنرال وايي: په افغانستان کې ولسونه سوله غواړي

د ناټو د اروپايي ځواکونو لوي قوماندان، جنرال کورتیس سکاپاراتي
د ناټو د اروپايي ځواکونو لوي قوماندان، جنرال کورتیس سکاپاراتي

د ناټو د اروپايي ځواکونو لوي قوماندان، جنرال کورتیس سکاپاراتي ویلي، دا چې په اوربند مراعت شو او ډېرو طالبانو د جګړې ډګر نه ولاړل څرګندوي چې ولسونه واقعي سوله غواړي.

دناټودې امریکايي جنرال پرون پنجشنبه په بروکسل کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونوريښتینی پرمختګ کړی او ناټو یې پر روزنه کار ته ادامه ورکوي څو دا هېواد یووار بیا د تروریستانو په ځاله بدل نه شي.

کورتیس سکاپاراتي: "دناټو د نهه ویشت غړو او زموږ شریکانو یو وار بیا له ولسمشر اشرف غني سره تعهد اعلان کړ، ورته ویې ویل چې تر 2024 میلادي کاله به مالي مرستې کوي. زموږ پیغام دا دی چې موږ تر هغو چې په افغانستان کې داسې شرایط چې موږ یې غواړو برابرېږي، هلته پاتې کېږو. "

هغه یو وار بیا ټینګار وکړ چې

وسله وال طالبان د جګړې ډګر نه شي ګټلائ او باید د سیاسي حل موندلو لپاره له حکومت سره خبرو ته کښېني

.

د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه پرون پاي ته ورسېده. په دې غونډه کې د افغانستان دملي وحدت حکومت مشرانو هم ګډون درلود او پر خپلو ستونزو یې خبرې وکړې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ولکر تورک: طالبانو د ښځو او نجونو د حذفولو تګلارې ته دوام ورکړی دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ولکر تورک
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ولکر تورک

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ولکر تورک وایي، د افغانستان واکمنانو له عامه ژونده د ښځو او نجونو د حذفولو تګلارې ته دوام ورکړی دی.

تورک د بشري حقونو د شورا ۵۹مې غونډې ته په وینا کې ویلي، د افغان ښځو غږ له کوره بهر غلی کړای شوی او دوی له لوړو زده کړو او ډيرو برخو کې له کارکولو محروم شوی دی.

دغه غونډه چې نن دوشنبه په جینوا کې پيل شوه، د جولای تر نهمې نیټې پورې به دوام ولري.

نړیوالو بشري ادارو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه ورته اندیښنې ښودلي، خو تراوسه د طالبانو په تګلارو کې کوم شاتګ نه ترسترګو کیږي.

طالبانو نژدې څلور کاله وړاندې واک ته له رسېدو وروسته د تعلیم او تحصیل، کار، ټولنیزو چارو او سفر په برخه کې پر نجونو او ښځو محدودیتونه ولګول.

طالبان: د ټولنیزو رسنیو جعلي حساب درلودل او له دغو ادرسونو د خلکو ګواښل او سپکول ( جرم) دی

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خبرداری ورکړی چې له دې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې جعلي حساب درلودل، د دوی د قوانینو له مخې جرم ګڼل کیږي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) یې خپره کړې ویلي چې د ټولنیزو رسنیو له شخصي او جعلي حسابونو څخه نورو ته " ګواښ، سپکاوی، ځورونه او د ستونزو جوړول هم جرم ګڼل کیږي".

وړاندې راغلي، که څوک دغه سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، له جدي قانوني چلند سره به مخامخ شي.
تر دې وړاندې دغه وزارت د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته ویلي و چې که له دغو پاڼو " نامشروع او غیر اخلاقي" استفاده وکړي، قانوني چلند به ورسره وکړي.

د طالبانو مالیې وزارت وایي، له ایران سره ګمرکي او سوداګریزې چارې عادي مخته ځي

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت مالیې وزارت وایي چې له ایران سره د دوی سرحدي او ګمرکي چارې په عادي ډول روانې دي.

دغه وزارت پرون یکشنبه ( د غبرګولي ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګمرک او سوداګرۍ چارې له کوم خنډ پرته دوام لري.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ یو پر بل بریدونو زور اخیستی دی.

د طالبانو مالیې وزارت ویلي، یوازې د شنبې په ورځ د ابو نصر فراهي او نیمروز ګمرکونه او د ایران خواته ګمرکي فعالیتونه تړلي و، خو یکشنبه بیرته پرانستل شول.

ایراني چارواکو د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشته کې د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه کچه شاوخوا څلور میلیارده ډالره یاده کړې وه.

قزاقستان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی

د قزاقستان بیرغ
د قزاقستان بیرغ

قزاقستان خپل یو ډيپلومات یرکین توکوموف د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه ګمارلی دی.

د قزاقستان رسنیو نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) لیکلي چې دغه ګمارنه د ولسمشر قاسم جومارت توقایف له خوا شوې ده.

د قزاقستان ولسمشرۍ ماڼۍ توکوموف یو تجربه کار ډيپلومات یاد کړی چې د ولسمشر تر څارنې لاندې یې د قزاقستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په دفتر کې کار کړی دی.

قزاقستان له تېرو نژدې څلورو کلونو راهیسې له طالبانو سره نژدې اړیکې ساتلي دي.

دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې کړل.

ایران اسراییل ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام کړ

ارشیف
ارشیف

ایران د اسماعیل فکري په نوم یو کس "اسراییل ته د جاسوسي" په جرم نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) اعدام کړ.

د ایران قضایه قوې د دغه خبر په خپرولو سره ادعا کړې چې فکري د اسراییل له استخباراتو ( موساد) سره اړیکه درلوده او هغوی ته یې د پيسو په بدل کې حساس معلومات ورکول.

فکري د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په لیندۍ میاشت کې نیول شوی و.

اسماعیل فکري داسې مهال اعدامیږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ کړکیچ مخ په زیاتېدو دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان تر دې وړاندې ویلي چې ایران تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ( اسراییل ته د جاسوسۍ ) په تور اعدام کړي دي.

طالبان وايي ایران کې د افغان کډوالو د ژوند د ساتلو لپاره هڅې کوي

ایران کې افغان کډوال
ایران کې افغان کډوال

د ایران او اسراییلو د بریدونو په زیاتیدو سره، د طالبانو حکومت وايي چې په ایران کې د افغان کډوالو د ژوند د ساتنې لپاره هڅې کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د دې هدف لپاره له ایراني چارواکو سره په تماس کې دي.

د طلوع نیوز شبکې په راپور، مجاهد زیاته کړه چې که اړتیا وي، د افغان کډوالو د زیان د مخنیوي لپاره حل لارې په پام کې نیول شوي دي. مجاهد جزییات نه دي ورکړي چې د طالبانو حکومت کومې حل لارې په پام کې لري.

اوس مهال، میلیونونه افغانان په ایران کې ژوند کوي.

د ایران په مختلفو برخو باندې د اسراییلو د هوایي بریدونو له پیل وروسته، یو شمیر افغان کډوالو د ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپل امنیت په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړې ده.
که څه هم ازادي راډیو په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی خو په خواله رسنیو ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې ښکاروي ګڼ کسان له ایرانه د وتلو او افغانستان ته د تلو په هڅه کې دي.

طالب چارواکو له یوه چینايي سیلاني سره د ناسم چلند په خاطر یو کس نیولی دی

جلال اباد کې چینايي وګړي د ځورولو په تور یو کس نیول شوی
جلال اباد کې چینايي وګړي د ځورولو په تور یو کس نیول شوی

د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر په خپله ایکس پاڼه باندې د فیاض الدین په نوم د یوه کس د نیولو خبره تایید کړې.

هغه ویلي چې نیول شوي کس د اختر په ورځ په جلال اباد کې له یوه چینايي وګړي سره غیر مناسب حرکت ترسره کړی وو.

په رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې ښکاروي په موټر کې ناست چینايي وګړی د یوه افغان ځوان له خوا ځورول کېږي او څو واره یې په مخ او سر لاس وهي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ګڼ چینايي سیلانیان افغانستان ته سفر کوي. طالبان هم له چین سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو په هڅه کې دي.

ملګري ملتونه؛ نړیوال دې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي

ملګروملتونو له نړیوالو غوښتي چې په افغانستان کې د خوارځواکي د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام، د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق، د خوړو او کرنې او د روغتیا نړیوال سازمانونو نن یکشنبې د (جون۱۵مه) په یوې ګډه اعلامیه کې پر نړیوالو غږ کړی چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې نژدې څلور میلیونه ماشومان په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته دي چې نژدې دوه میلیونه يې له شدیدې خوارځواکۍ کړیږي.

د دغه سازمان د راپور له مخې افغانستان د هغوو پنځلسو هېوادونو په سر کې دی چې ښځې او ماشومان په کې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د افغانستان اقتصادي بحران، وچکالي او د خوړو نه خوندیتوب د ښځو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکي عمده لاملونه دي.

د هند په شمال کې د هیلې کوپټر د سقوط له کبله ۷کسان وژل شوي دي

د هند په شمال کې د یوې هیلې کوپټرې د سقوط له کبله اووه کسان وژل شوي دي.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، دا هیلې کوپټر د همالیه غرونو د اوتاراکند په سیمه کې راغورځیدلی ده.

د اوتاراکند ایالت د عامه اړیکو د مشر د معلوماتو له مخې، په هیلې کوپټر کې سپاره کسان له کیدارناته څخه د ګوپت کاشي پر لور روانه وه.

معلومه نه ده چې هیلې کوپټرې ولې سقوط کړی خو په سیمه کې چارواکي وايي، د پېښې د علت په اړه څیړنې پیل شوي دي.

چارواکو وايي، د خرابي هوا له کبله يې تر دوشنبې کیدارناته درې ته د هیلې کوپټرو ټولې الوتنې ځنډولې دي.

له دې وړاندې په همدې دره کې درې بیړنۍ ناستې او دوه هیلې کوپټرو سقوط کړی وو.

درې ورځې مخکې د هند په کجرات ایالت کې د یوې مسافروړنکې الوتکې د سقوط له کبله ۲۶۰ کسان ووژل شول.

پر اسراییلو د ایران په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیر۱۳تنو ته پورته شو

پر اسراییلو د ایران په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیر۱۳تنو ته پورته شو.

د راپورونو له مخې، تل ابیب ته نژدې په بت یام سیمه کې نن سهار پر یوې ودانۍ د توغندي د لګیدو له کبله شپږ تنه وژل شوي چې دوه يې ماشومان دي.

په نننۍ بریدونو کې په بت پام او رحووت سیمو کې ۲۱۳ کسان بیا ټپیان شوي دي.

له دې وړاندې په عرب میشته طمره سیمه کې څلور ښځې او یوه نجلۍ وژل شوې وې.

د تیرو دوو ورځو په بریدونو کې تل ابیب ته نژدې په رامات ګان او ریشون لتصیون ښارونو کې درې کسان وژل شوي او د اوو سرتیرو په ګډون په لسهاوو نور ټپیان شوي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG