د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۳

خبرونه

د سعودي پاچا د افغانستان د دیني عالمانو سره په جده کې وکتل

په جده کې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د اسلامي دیني عالمانو نړیوال کنفرانس
په جده کې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د اسلامي دیني عالمانو نړیوال کنفرانس

د سعودي عربستان پاچا پرون چهارشنبه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د اسلامي دیني عالمانو په نړیوال کنفرانس کې له ګډونوالو سره په جده کې وکتل.

د سعودي عربستان پاچا چې د خادم حرمین‌الشریفین لقب لري، دیني عالمان او د اسلامي همکارۍ سازمان د دې کنفرانس په خاطر وستایل.

د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو کنفرانس چې د ۴۳ هېوادونو د څه باندې ۱۱۰ دیني عالمانو په ګډون د سې شنبې په ورځ په جده کې پرانیستل شو، پرون چهارشنبه په مکه کې د یوې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېد.

د سعودي عربستان پاچا د دې کنفرانس برخه‌والو عالمانو ته په خطاب کې وویل:

"تاسو تر ټولو غوره کسان یاست چې د مسلمانانو او د هغوی د یووالي لپاره خدمت کوئ او اسلامي نړۍ له جګړو او ستونزو او همداراز له ترورېزم او افراطیت څخه خلاصوئ."

د سعودي عربستان پاچا هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او د سولې او سوکالۍ یو نوی باب پرانیستل شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اختر لومړۍ ورځ هم د غزې لپاره خونړۍ وه، بل لور ته د روغتیایي کارکوونکو وژنې غسه پارولې

د غزې د ویجاړۍ یوه څنډه، ارشیف
د غزې د ویجاړۍ یوه څنډه، ارشیف

د غزې د عامې روغتیا وزارت له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په رفح کې د روغتیایي کارکوونکو د وژلو پیښه وڅیړي.

د لویدیځو اژانسونو د راپور له مخې د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې او د ملکي دفاع د خدمتونو څانګې ادعا کړې چې شاوخوا ۱۴ کارکوونکي یې یوه اونۍ مخکې د اسراییلو په برید کې وژل شوي دي.

د دغو وژل شویو کسانو ډله ییز قبر پرون یکشنبه وموندل شو چې منځ کې یې ۸ د سرې میاشتې کارکوونکي، پنځه ژغورونکي او یو بل تن چې هویت یې معلوم نه دی شامل وو.

دوی ویلي چې پر دغو روغتیایي کارکوونکو داسې مهال برید شوی چې هغوی په رفح کې پر بشري مرستو او د ژغورنې پر چارو بوخت وو.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې پرون یکشنبه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ هم د غزې په خان یونس سیمه کې د اسراییلوهوایي بریدونو د نهو ماشومانو او دریو ښځو په ګډون ۱۶ ملکیان ووژل.

امریکا د روسیې پر تيلو د تعرفې د دویم ځلي لوړولو ګواښ وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که روسیه د اوکراین د سولې په اړه د ده د تګلارې خنډ شي، د دویم ځل لپاره به یې پر تیلو له پنځه ویشتو تر پنځوس فیصدو پورې تعرفه ولګوي.

ټرمپ پرون یکشنبه له ( این.بي.سي نیوز) سره په ټیلفوني مرکه کې وویل، د پوتین هغو خبرو " ډېر غسه کړی" چې ویلې يې دي، اوکراین کې دې انتقالي حکومت رامنځته شي.
پوتین غواړي چې اوکراین کې د انتقالي حکومت په رامنځته کېدو سره اوسنی ولسمشر ولادمیر زلنسکي له صحنې لرې شي.

ټرمپ ویلي، که د راتلونکې یوې میاشتې په موده کې د اوکراین د سولې په اړه هوکړه ترلاسه نه شي، دی به د روسیې د سوداګرۍ په ضد دغه اقدامات پلي کړي.

ډونالډ ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو او بیا له لوړې وروسته په وار وار ویلي چې د اوکراین جګړه به ژر تر ژره پای ته رسوي.
پر اوکراین د روسیې ناموجه یرغل د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پيل شوی چې لا هم دوام لري.

ایراني چارواکي وايي چې په دغه هیواد کې د نري رنځ ۲۵ سلنه ناروغان افغان کډوال دي

تهران کې د ایران روغتیا وزارت ودانۍ
تهران کې د ایران روغتیا وزارت ودانۍ

د ایران د روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د مدیریت د مرکز مشر قباد مرادي وویل چې په دغه هیواد کې د نري رنځ په ناروغۍ د اخته کسانو ډیری برخه افغانان دي.

هغه وويل چې دا خلک ايران ته تر ننوتلو مخکې په دې ناروغۍ اخته وي او وروسته هلته هم ناروغي خپروي.

ایراني چارواکي وايي چې د افغان اتباعو ننوتل د دوی تر کنټرول لاندې نه دي، خو دوی هڅه کوي چې د هغوی لپاره ځانګړي طبي خدمات چمتو کړي.

تر اوسه پورې، ملګرو ملتونو یا نورو خپلواکو ادارو د ایراني چارواکي دا ادعا نه ده تایید کړې. دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د کډوالو ضد احساساتو او کرکې په وروستیو کې زیاتې شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د کارکوونکو شمېر او د کار کچه کموي

د روغتیا نړیوال سازمان
د روغتیا نړیوال سازمان

رویټرز راپور ورکوي چې دا پریکړه له یاد سازمانه د امریکا د مالي ملاتړ د بندېدو په سبب شوې.

متحدو ایالتونو د دې سازمان د بودیجې اتلس سلنه برابروله.

د راپور له مخې، د فبروري په میاشت کې، د روغتیا نړیوال سازمان اجرایوي بورډ په پیل کې د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره وړاندیز شوې بودیجه له ۵.۳ ملیارد ډالرو څخه ۴.۲ ملیارد ډالرو ته راټیټه کړې.

د روان کال د جنوري په ۲۰مه د لوړې په لوړې په مراسمو کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د امریکا د وتلو اعلان وکړ او د ۹۰ ورځو لپاره یې تمویل وځنډاوه.

د میانمار د زلزلې د مړو شمېر له ۱۷۰۰ تنو واوښت

د میانمار د زلزلې ورانۍ
د میانمار د زلزلې ورانۍ

د مارچ په ۲۸مه په میانمار کې د زورورې زلزلې له امله د مړو شمېر له ۱۷۰۰ څخه اوښتی، او داسې وېره شته چې په راتلونکو ورځو کې به دا شمېره لوړه شي.

د ۷.۷ درجې زلزلې - چې په تېره یوه پېړۍ کې ددې هېواد تر ټولو قوي زلزله یاده شوې - ګاونډی تایلینډ هم ولړزاوه، چې هلته یې زیانونه او مرګژوبلې واړولې.

د میانمار پوځي حکومت اعلان وکړ چې د مارچ تر ۳۰مې پورې په دې هېواد کې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۷۰۰ کسان مړه شوي، ۳۴۰۰ ټپیان شوي او له ۳۰۰ څخه زیات کسان نادرکه دي.

نړیوالې مرستندویه ادارې هم د زلزلې وروسته د بشري ناورین د لا خرابیدو خبرداری ورکوي.

په ایران کې دوه افغان څاه کیندونکي مړه شوي

افغانان ایران سرحد سره
افغانان ایران سرحد سره

د تهران ښاروالۍ د اور وژنې او خوندیتوب د څانګې ویاند سید جلال مالکي د دغو دوو کارګرانو مړینه تایید کړه.

هغه له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا افغان څاه کیندونکي ښايي د څاه دننه د ګازو د خپرېدو یا د اکسیجن د نشتوالي یا کمښت له امله مړه شوي وي.

هر کال زرګونه افغانان ایران ته د کار لپاره ځي، او په ایران کې د شاقه کارونو په ترڅ کې مرګژوبلې ورته اوړي.

په میانمار کې بله زلزله شوه

د میانمار دوهم لوی ښار، ماندالای ته نژدې نن (یکشنبې) یوه بله زلزله وشوه.

د اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، له دې زلزلې وروسته، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۵.۱ درجې و، خلک په ویرېدلي حالت کې واټونو ته راووتل او چیغې یې وهلې.

تر اوسه د احتمالي تلفاتو او زیانونو راپور نه دی خپور شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د ژغورنې ډلو نن پرېکړه وکړه چې هغو سیمو ته داخل شي چې د وروستۍ ویجاړونکې زلزلې له امله ډېرې زیانمنې شوې دي.

د اسوشیېټېډ پرېس د راپور له مخې، تر دې دمه تر ۱۶۰۰ ډېر کسان په دې زلزله کې مړه شوي دي.

خو د دې لپاره چې سړکونه زیانمن شوي، پلونه نړېدلي، او د اړیکو ټینګول ستونزمن دي، د مرستې هڅې له خنډ سره مخامخ دي.

حماس وايي، د قطر او مصر د اوربند له وړاندیز سره یې موافقه کړې

د حماس ډلې د مشرتابه یوه لوړپوړي غړي ویلي، دوی د اوربند له هغه وړاندیز سره موافقه کړې چې دوه ورځې وړاندې قطر او مصر کړی و.

خلیل الحیه د شنبې په ورځ، د حمل ۹مه، په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې د حماس لیدلوری د منځګړو وړاندیز ته "مثبت" دی او دوی "منلی" دی.

حماس د امریکا او اروپايي اتحادیې له لوري د ترهګرې ډلې په توګه پیژندل کېږي.

د حماس مشر، چې د غزې په تړانګه کې د دې ډلې د مذاکره کوونکې هیئت مشري هم کوي، هیله څرګنده کړه چې اسرائیل به دا وړاندیز رد نه کړي.

هغه په ورته وخت کې وویل چې د حماس بې وسلې کول تر هغه وخته "سره کرښه" ده تر څو پورې چې د اسرائیل "اشغال" دوام ولري.

امریکا او اسرائیل څو ځله د حماس د بې وسلې کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا ډله باید له جګړې وروسته د غزې په اداره کې کوم رول ونه لري.

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه وغوښتل چې افغان کډوال په زوره ونه باسي

د بخښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټرنشنل یوځل بيا له پاکستانه وغوښتل چې په زوره له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل لغوه کړي.

د دې سازمان د جنوبي آسیا څانګې د شنبې په ورځ ناوخته په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې له پاکستانه په ځانګړي ډول د افغان هنرمندانو پر ایستلو اندیښنه څرګنده کړه.

دې سازمان د بیلګې په توګه د نورالله په نوم د یوه افغان هنرمند یادونه کړې او ویلي یې دي چې که هغه افغانستان ته واستول شي، دا به نه یوازې ظالمانه وي بلکې په دې کار سره به دوی خپل غږ، میراث او هویت له لاسه ورکړي.

د امنیتسي انټرنشنل په خبره پاکستان باید وروستی مهلت لغوه کړي او د هغو کسانو ساتنه وکړي چې له لسیزو راهیسې یې دا هیواد خپل کور بللی دی.

د پاکستان حکومت ټولو بې اسناده او د ACC په نوم د افغانستان د تابعیت کارټ درلودونکو ته ویلي چې د مارچ تر۳۱ دمخه له پاکستانه ووځي کنه له دې نیټې وروسته به په زوره له دې هیواده وایستل شي.

د اوکراین ولسمشر له لویدیځو متحدانو د روسیې په وړاندې د کلک غبرګون غوښتنه وکړه

په داسې حال کې چې روسیې پر اوکراین بریدونو ته زور ورکړی، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون شنبې د مارچ په ۲۹مه د اوکراین له لویدیځو شریکانو څخه د روسیې په وړاندې د " پیاوړي غبرګون" غوښتنه وکړه. زیلینسکي تیره شپه په یوه ویډیویي پیغام کې وویل،

"زموږ شریکان باید په دې ښه پوه شي چې دا بریدونه یوازې د اوکراین پر ملکي وګړو بریدونه نه دي، بلکې په ټولو نړیوالو هڅو هم دي - پر هغې ډیپلوماسۍ چې دوی یې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره پرمخ وړي.»

د اوکراین ولسمشروویل، له ټولو لورو، متحدو ایالتونو، اروپا او هغو نړیوالو چې په ډیپلوماسۍ کې ښکیل دي، یوه پیاوړي غبرګون ته اړتیا لري.

زیلینکسي زیاته کړه روسیه باید سولې ته اړ ایستل شي او دا کار یوازې د فشار له لارې کیدای شي.

اوکرایني چارواکو د شنبې په ورځ په خارکییف کې پر یوه پوځي روغتون او پر (کریوي رای) ښار کې د روسیې د بې پېلوټه الوتکو او توغندو د بریدونو خبر ورکړ.

د خارکییف ښاروال د لږترلږه دوو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړ او چارواکو په کریوي رای ښار کې د روسیې په بریدونو کې د لږترلږه اوه کسانو د ټپي کیدو خبره کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG