د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

ماندګار: طالبانو دا درک کړې چې له پوځي لارې نه‎شي بریالي کېدای


کابل چاپ ورځپاڼو د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر او په سعودي عربستان کې د سولې د غونډې په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

  • ماندګار

ماندګار خپلواکې ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي چې طالبانو دا درک کړې چې له پوځي لارې نه‎شي بریالي کېدای.

په مطلب کې د ښاغلي پامپیو په حواله راغلي چې د افغانستان په وړاندې د امریکا ستراتېژي کامیابه ده او دغه هېواد به د تل‌پاتې شریک په توګه له افغانستانه ملاتړ وکړي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې افغان ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره یوې ګډې خبري غونډې ته ویلي چې سوله د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د ټول افغان ولس ملاتړ له ځانه سره لري چې دا ملاتړ د یوې سرتاسري اجماع او خلکو سره د دوامداره مشورو پر بنسټ رامنځته شوی دی.

د مطلب لیکوال دغه‌شان لیکلي چې له طالبانو سره اوربند یوه کامیابه پروسه وه، خو په‎دغه هېواد کې څو کلنو جګړو ته په پام سره سولې ته رسېدل کار او حوصله غواړي.

د مطلب په اخر کې لیکل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، موږ له افغان حکومت او د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د امن او خوندي شرایطو د رامنځته کولو لپاره کار کوو.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم په‎دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي دي.

سرخط لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، امریکا چمتو ده چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

دغه‌شان د ښاغلي پامپیو په حواله راغلي چې امریکا طالبانو ته د افغان ولسمشر د سولې له وړاندیزونو هم ملاتړ کوي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې په سعودي کې د نړۍ د عالمانو غونډه د افغانستان د سولې لپاره هیله بخښونکې ده.

په سرمقاله کې راغلي چې دا غونډه نن پیلېږي چې اصلي موضوع‌یې په افغانستان کې سوله او په‎دغه هېواد کې د جګړې ناروا ګڼل دي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي، دا لومړی ځل دی چې په سعودي عربستان، په هغه هېواد کې چې د افغانستان جګړه‌یې روا ګڼله دا شان غونډه جوړېږي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، جګړه په افغانستان کې بېلابېل لاملونه لري، خو له پیل تر اوسه یو شمېر عربي هېوادونو له دې ډلې سعودي عربستان په افغانستان کې د جګړې د تمویل یو اړخ و، ان تر دې چې دغه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده، خو په خبره‌یې اوس وضعیت بدل شوی او سعودي عربستان د افغانستان جګړه ناروا ګني.

  • اصلاح

اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي چې د سعودي عربستان په غونډه کې به د مهمو مسایلو په اړه پرېکړې وشي.

په مطلب کې راغلي، د افغان حکومت له لوري د سُني او شیعه عالمانو یو ۳۰ کسیز پلاوي په دغه غونډه ګډون کړی چې د ۳۷ اسلامي هېوادونو بیا په غونده کې د ګډون کوونکو دیني عالمانو شمېر ۱۳۰ کسانو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG