د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

ډرامه؛ په هوايي ډګر کې نا اشنا طیاره د چا وه؟


د هوايي ډګر رئيس اجمل سهار دفتر ته راځي ګوري چي يوه نا اشنا طياره ولاړه ده، تورې ښيښې والا موټر ورته ولاړ دی او څو مخ پټي خلک طيارې ته لوی لوی صندقونه ورپورته کوي.

اجمل په حيرانتیا له خپل مأمور محمود څخه د طيارې په اړه پوښتنه کوي، خو هغه هم په دې اړه نه‌پوهېږي او وايي چې د شپې دې ته ورته يوه بله طياره هم راغلې او همداسي صندقونه‌يې يووړل.

دا چې دا طياره د چا وه، په صندقونو کې څه وه او تر دې وروسته به څه پېښ شي، دا به په ډرامه کې واورو چې عبدالنافع همت ليکلې ده.

د دغې ډرامې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:04:49 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG