طالبانو د افغانستان د حکومت د اوربند د تمدید وړاندیز رد کړی دی. په دې برخه کې له هلمنده کابل ته د سولې د رسیدلي کاروان غوښتنه هم طالبانو رد کړه.
د افغانستان دننه یو شمېر مدني حرکتونه پیل شوي دي او دوی هڅې کوي چې اوربند وغځېږي، خو د حکومت له لوري اوربند د شنبې په ورځ پای ته رسېږي او طالبانو هېڅ داسې نښه نه ده ښکاره کړې چې دوی هم غواړي چې اوربند وشي.
د ازادۍ په څپو کې دې پروګرام کې دا موضوع څېړو، که اوربند تمدید نه شي، سوله به څنګه راشي؟