د تروریستانو د تمویل پر شبکو د څار یوې موسسې د پاکستان نوم د تروریستي ډلو د تموویلوونکو هېوادونو د څار په فهرست کې شامل کړی دی.
په داسې حال کې چې متحدایالاتو پر پاکستان د تروریستي ډلو د ملاتړ له کبله فشارونه زیات کړي د مالي عملیاتو ځانګړې ډلې یا «FATF» دا هېواد د هغو هېوادونو په فهرست کې ورزیات کړی دی چې پر مالي چارو یې باید څار وشي.
«FATF» چې په نړۍ کې د پیسو د مینځلو یا د تورو پیسو د سپینولو پر شبکو څارنه کوي دا پرېکړه په داسې حال کې کوي چې د دې بین الحکومتي ټولنې غونډه په پاریس کې روانه ده او تمه ده چې یوه اونۍ دوام وکړي.
پاکستاني چارواکو د مالي عملیاتو د ځانګړې ډلې د دې اعلان په وړاندې تند غبرګون وښود.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعظم خان پر متحده ایالاتو او اروپايي هېوادونو د «FATF» په پرېکړو کې له خپل نفوذ څخه د کار اخیستو تور ولګاوه.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده د افغانستان او جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله الیس ویلز ډېرژر پاکستان ته سفر وکړي.
مېرمن ویلز تېره اوونۍ د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې استماعیه غونډې ته وویل چې واشنګټن په افغانستان کې د سولې له هڅو سره د پاکستان له اقداماتو څخه راضي نه دی:
"موږ د افغانستان پر ګاونډیانو په تېره پر پاکستان غږ کوو چې د سولې د ملاتړ په برخه کې نور اقدامات وکړي، له ځینو مثبتو پرمختګونو سره سره موږ د پاکستان د حکومت له خوا تر اوسه د هغو طالبانو په وړاندې چې سولې ته نه حاضرېږي د نیولو یا له هېواده د ایستلو په څېر قاطع اقدامات نه دي لیدلي."
د مالي عملیاتو ځانګړې ډلې FATF په فبروري میاشت کې اسلام آباد ته خبرداری ورکړی و چې په دې هېواد کې د فعالو تروریستي ډلو مالي سرچینې وچې کړي.
له دې خبرداری وروسته د آسیا پاسیفیک ډلې په یوه څېړنه کې وویل، د پاکستاني چارواکو له دې ادعاوو سره سره چې وايي، د تروریستانو د تمویل د شبکو زرګونه مشکوک غړي یې نیولي او میلیونونه ډالر یې ترې ضبط کړې دي اسلام آباد په دې برخه کې ډېر لږ پرمختګ کړی دی.
د امنیتي چارو کارپوه فداخان د جرمني خبري آژانس ته ویلي دي چې دا اقدام ښايي په افغانستان کې د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو لپاره پر پاکستان فشارونه لا زیات کړي.