د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

د ایران د فوټبال لوبډلې د پرتګال په وړاندې لوبه بایلوده


په روسیه کې د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال د نړیوال جام سیالیو کې تېر ماښام څلور لوبې وشوې.

اروګوئه درې د صفر په مقابل کې روسیې ته ماته ورکړه.

سعودي عربستان د خپل حریف مصر څخه درې د صفر پر وړاندې لوبه وګټله.

د اسپانیا او مراکش لوبه دوه -دوه او د ایران او پرتګال لوبه یو د یو په وړاندې مساوي شوه.

نن د کابل په وخت د مازیګر په شپږنیمو بجو استرالیا د پیرو په وړاندې او ډنمارک د فرانسې په وړاندې لوبه کوي.

همدا راز د شپې په لس نیمو بجو به ایسلنډ او کرویشیا او په بله لوبه کې ارجنټاین او نایجریا د سیالۍ ډګر ته ووځي.

د ایران ټیم که څه هم پرون دوشنبې د فوټبال په نړیوال جام کې د پرتګال په وړاندې لوبه بایلودله خو په ایران کې دننه ښځو په یو پرانېستي ډګر کې د دې لوبې په لیدلو سره ستره بریا ترلاسه کړه.

د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې که څه هم یو شمېر تندلارو دیني عالمانو اعتراضونه وکړل خو تېره شپه د تهران د آزادۍ په سټوډیوم کې ښځو پر یوه لوی سکرین د دې لوبې ننداره وکړه.
په تېرو څلوېښتو کلونو کې یوازې دوه ځلي په ایران کې مېرمنو ته د دې کار اجازه ورکړل شوې.

د روانې جون میاشتې په شلمه نېټه د تهران د سټوډیوم دروازې په لومړي ځل هغه مهال پرانېستل شوې چې د ایران لوبډله په سږني نړیوال جام کې د اسپانیا د ټیم په وړاندې د لوبې ډګر ته ووته.

XS
SM
MD
LG