د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

ډيپلوماټ: ولې د افغانستان د سولې خبرې حتمي دي؟


  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي چې له وسله‎والو طالبانو سره لنډ اوربند د افغانستان په جګړه کې یو ټاکونکی پړاو ګڼل کېدای شي.

ورځپاڼه د اوربند په ورځو کې پر رسنیو او ټولنیزو شبکو د خپرو شوېو هغو تصویرونو یادونه کوي چې طالب جنګیالي له افغان پوځیانو سره په‎داسې حال کې چې اوښکې تویوي غاړه غړۍ یا په ګډه د لمانځه او یا په ښارونو کې د ایسکریم خوړولو په حال کې ښيي. واشنګټن پوسټ دې تصویرونو ته د اشارې په ترڅ کې لیکي چې د افغانستان جګړه په تېرو ۱۷ کلونو کې د لومړي ځل لپاره په سږني اختر کې ودرېده او په درېیو فوق العاده ورځو کې د جګړې ټولو ښکېلو خواوو تاوده احساسات وښودل.

واشنګټن پوسټ لیکي:

که څه هم طالبانو د اوربند د مودې د غځولو لپاره د ولسمشراشرف غني وړاندیز په قاطعیت سره رد کړ، له اختر وروسته یې جګړه پیل کړه او په څو ولایتونو کې یې بیا حملې وکړې، خو همدا لنډ اوربند د افغانستان په جګړه کې یو ټاکونکي پړاو ګڼل کېږي چې د خبرو لپاره لاره پرانېستلای شي.

  • ډيپلوماټ

ډيپلوماټ خپرونه په خپله وروستۍ ګڼه کې په یوه تحلیلي مطلب کې پوښتنه کوي چې ولې د افغانستان د سولې خبرې حتمي دي؟

خپرونه د روژې په وروستیو کې له طالبانو سره د اوربند لپاره د ولسمشر غني وړاندیز او د دې وړاندیز منل کېدو ته اشاره کوي او لیکي چې د یو اړخېز اوربند وړاندیز هم د ډېرې زړورتیا نښه وه او هم ډېر خطرناک کار و ځکه که طالبانو دا اوربند نه وای منلی، نو د حکومت او ولسمشر غني لپاره به، هم د طالبانو او هم د سیاسي اپوزیسیون په وړاندې- چې د ورځپاڼې په وینا له پوځي لارې د طالبانو پر ځپلو ټینګار کوي لویه ناکامي وای.

ډیپلوماټ لیکي:

دا اوربند یو ډېر زړور اقدام و چې د ۱۶ کلونو په اوږدو کې نه و، ازمویل شوی او نتیجه یې دا شوه چې احتمالاً پر وسله‎والو طالبانو به په ځانګړي ډول د عامو خلکو فشار زیات کړي. ډيپلوماټ خپرونه لیکي:

درې بې‎ساري پرمختګونه- لومړی د افغان حکومت له‎خوا د اوربند وړاندیز، دوهم د وسله والو طالبانو له‎خوا د اوربند منل او درېیم د سولې په خبرو کې له ګډون سره د امریکا توافق ښيي چې سیاسي حل ته لېوالتیا او د افغانستان په جګړه کې د ښکېلو- مستقیمو او غیر مستقیمو اړخونو ترمنځ د اعتماد جوړونې بهیر په پیاوړي کېدو دي.

XS
SM
MD
LG