د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

ایا د طالبانو او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو وخت را رسېدلی؟


له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت د اعلان شوي اوربند سره د دې احتمال زیات شوی چې د امریکا متحده ایالات په دغو خبرو کې ورګډ شي.

د سولې د خبرو د هڅولو په هدف، د افغان ولسمشر اشرف غني له خوا اعلان شوي اوربند او ښارونو ته د وسله والو طالبانو له داخلېدو سره د دې امکان زیات شوی چې د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي.

وسله وال طالبان چې واکمني یې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې امریکایي ځواکونو ړنګه کړه، په دې ټینګار کوي چې د افغانستان له حکومت سره چې دوی یې ګوډاګی بولي، د سولې هر ډول خبرې به وروسته له هغې وکړي چې له دې هېواده امریکایي ځواکونه ووځي.

یوشمېر کارپوهان او لوېدیځ ډیپلوماتان وایي، له وسله والو طالبانو سره د ولسمشر غني له قید او شرط پرته د سولې د خبرو وړاندیز امریکایي چارواکو ته یوه داسې فضا رامنځته کړې چې له طالبانو سره له پټو لارو خبرې پیل کړي، که څه هم د سولې د خبرو په اړه د واشنګټن پالیسي پر دې متمرکزه ده چې دغه پروسه باید د افغانستان د حکومت په مشرۍ او ملکیت مخ ته یوړل شي.

د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې یو مشر توماس روتینګ وایي، افغان ولسمشر غني خپل کار کړی او اوس امریکا ته پکار ده چې له خپل لوري محدودیتونه لېرې کړي، که څه هم هغه به د امریکا له هغې پالېسۍ څخه لاس اخیستل وي چې وایي، په دې هېواد کې د اولس کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د خبرو مشري باید په خپله افغانان وکړي.

د روېترز په لیکنه، داسې ښکاري چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په دې څرګندونو سره چې د ولسمشر غني له خوا د لس ورځني اوربند د غځېدو یې تود هرکلی وکړ، دې ته تیار وي چې د امریکا د پالېسۍ لوری بدل کړي.

مایک پومپیو
مایک پومپیو

پومپیو وویل، هاغسې چې افغان ولسمشر خپلو خلکو ته په څرګندونو کې پرې ټینګار وکړ چې د سولې د خبرو لپاره به دې ته اړتیاوي چې په دې هېواد کې د نړیوالو ځواکونو او لوبغاړو د رول په اړه بحثونه هم شامل وي، متحده ایالات هم تیار دی چې د دغه بهیر ملاتړ وکړي، اسانتیاوې ورته برابرې او هم په خپله په خبرو اترو کې ګډون وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ریچارډ اولسن دغه څرګندونې ډېرې مهمې وبللې او ویې ویل چې هغه د دې نښه ده چې متحده ایالات بالاخره دې ته تیار شوی چې پر هغې مسئلې چې د وسله والو طالبانو لپاره ډېره مهمه او هغه له دې هېواده د نړیوالو ځواکونو وتل دي، خبرې وکړي.

د اوربند له نافذېدو مخکې یوه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې ډېر موضوعات شته چې هغه په لنډ مهال کې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د مخامخ خبرو د پیلېدو په لار کې خنډ دي.

دغه چارواکي وویل چې تراوسه دا نه ده معلومه چې د طالبانو له لورې څوک د خبرو صلاحیت لري.

د هغه په وینا، په دې برخه کې کافي استخباراتي او نور معلومات نشته.

د دغه امریکا چارواکي په وینا، بله مسئله داده چې له تندلارو طالبانو سره چې نه غواړي د خبرو د مېز ترشاه کېني، هغوی سره به څه کېږي.

وسله والو طالبانو د اختر په مناسبت د درې ورځني اوربند د پای ته رسېدو په اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی یو موټی دی او له امریکایي اشغالګر لوري غواړي چې د روانې لانجې د هواري لپاره له اسلامي امارت سره مخامخ خبرو ته کېني.

د روېترز په لیکنه، یوه لوړپوړي ډیپلومات چې د اوربند لپاره له ترسره شویو خبرو خبر دی او نوم یې نه دی ښودل شوی، ویلي چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو چانس نیم په نیمه دی، دا ځکه چې طالبان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر غواړي، له امریکا سره مخامخ خبرې وکړي، ترڅو له دې هېواده د دغو ځواکونو د وتلو امتیاز حکومت ته ورنه کړل شي.

XS
SM
MD
LG